د کتیرا ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالو د ژغورنې عملیات، ۶ اکټوبر ۲۰۲۲. انځور: پېکچر الاینز، اې پي، کتیرا نیوز، اپولیتوس پرېکاس
د کتیرا ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالو د ژغورنې عملیات، ۶ اکټوبر ۲۰۲۲. انځور: پېکچر الاینز، اې پي، کتیرا نیوز، اپولیتوس پرېکاس

د یونان په ساحلي اوبو کې د کډوالو دوه کښتۍ ډوبې شوې دي. لومړۍ پېښه پرون شپه د لېسبوس ټاپو ساحلي اوبو کې شوې چې په پایله کې یې د ۱۶ افریقایي مېرمنو په ګډون ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دویمه پېښه د کتیرا ټاپو په اوبو کې رامنځته شوې ده چې له کبله یې نږدې ۳۰ کډوال لادرکه دي.

پرون شپه د لېسبوس ټاپو په ساحلي اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۱۷ کډوال ووژل. د اسوشیتد د یو خبر په حواله، ډوبو شویو کې یو تنکی ځوان او ۱۶ افریقایي مېرمنې شاملې دي.

د یونان د سمندري ځواکونو ویاند نیکوس کوکالاس د یونان ټلویزیون ته ویلي دي چې ډوبې شوې ښځې د افریقایي هېوادونو اصلي اوسېدونکې وې او ۲۰ کاله یا زیات عمرونه یې درلودل.

د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي دي چې په دغه کښتۍ کې ۴۰ کسان سپاره ول. چارواکو نن سهار وختي د کډوالو د ژغورنې عملیات پیل کړي چې په پایله کې یې ۱۰ ښځې ژغورل شوې دي. نیکوس کوکالاس ویلي دي چې ژغورل شوې مېرمنې «سختې ډارېدلې وې».

دغه پېښه کې لږترلږه ۱۳ تنه نور لادرکه دي. د یونان د سمندري ځواکونو ویاند دا هم ویلي دي چې لادرکه شویو د لټون عملیات ادامه لري.

بیا ولولئ: اژه سمندر کې ۶ کډوال ډوب شوي

دویمه پېښه کې ۳۰ تنه لادرکه دي

د یو بل خبر له مخې، د کډوالو یوه بله کښتۍ پرون شپه د یونان د کتیرا ټاپو په ساحلي اوبو کې ډوبه شوه. دغې بادبان لرونکې کښتۍ چې ۹۵ کډوال پکې سپاره ول دیاکوفتي سرحدي کلې ته نږدې له یوې غټې پرښې سره ټکر وکړ.

ژغورونکو او رضاکارانو د چهارشنبې په شپه د ډوبو شویو کډوالو د ژغورلو عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې ۸۰ کډوال ژغورل شوي دي. چارواکو تر اوسه د یادو مهاجرو هویت نه دی څرګند کړی.

د دیاکوفتي اوسېدونکې مارتا ستاتاکي اسوشیتد پرس ته ویلي دي چې د کلي اوسېدونکو د کډوالو د ژغورنې لپاره هلې ځلې کړې دي. دغه پېښه کې ۱۵ کډوال لادرکه دي. د کلي ځینې اوسېدونکو ویلي دي چې دوی په سمندر کې مړي لیدلي دي.

کتیرا ټاپو د ترکیې په ۴۰۰ کیلومترۍ او د اتن په ۲۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د کډوالۍ د یوې مهمې لارې پر غاړه پروت دی.

بیا ولولئ: ایوني سیند: د کډوالو یوې ډلې د یوناني ځواکونو مرسته رد کړې

یوناني چارواکي وایي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د یونان سمندري ځواکونو د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې تر ۱۵۰۰ ډېر کډوال ژغورلي دي. د یونان د کډوالو چارو وزیر نیتوس میتاراچي په حواله، سږ کال تر دې دمه ۱۰۰۰۰ کډوال یونان ته رسېدلي دي چې دغه شمېرې د تېر کال پرتله زیاتوالی ښيي. 

 

نورې ليکنې