د صربیا چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل هنګري ته یې د ۲۰۰ کډوالو د ننوتو مخه نیولې ده. زیاته شوې ده چې د کډوالو له یو کمپ څخه پیسې او وسلې هم ترلاسه شوې دي. بل پلو بیا چک جمهوریت اعلان کړی چې له سلواکیا سره پر پوله کنترول د شلو نورو ورځو لپاره تمدیدوي.
د صربیا د کورنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه د اکټوبر ۵مه وویل د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د صربیا په شمالي سیمه کې هغه ۲۰۰ کډوال نیولي چې غوښتل یې هنګري ته واوړي. یاد وزارت دغه راز د تیسا سیند په اوږدو کې د کډوالو له یوه غیر رسمي کمپ څخه د پیسو او وسلو د ترلاسه کېدو خبر ورکړی دی.
د صربیا د کورنیو چارو وزیر السکاندر وولین ویلي دي چې ځینې کډوال پولیسو د مهاجرو هرکلي مرکز ته لېږدولي او ځینې نور بیا د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي. السکاندر وولین د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي دي چې د صربیا امنیتي ځواکونه د قاچاقي ډلو پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.
دغه خبرپاڼه کې راغلي دي: «زموږ هېواد د کډوالو پارکېنګ او په ځانګړې توګه د غلو او لنډغرو ځای نه دی...»
دا په داسې حال کې ده چې هنګري، صربیا او اتریش د تېرې دوشنبې په ورځ د بالکان له لارې اروپایي ټولنې ته د راتلونکو کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره پر یو لړ اقداماتو هوکړه وکړه.
لږ مخکې د صربیا حکومت اعلان کړی و چې د روان کال تر پایه پورې به د ویزې ورکولو پالیسي کې بدلون رامنځته کړي ترڅو د ځینو غیر اروپایي هېوادونو اتباع ونه شي کړای چې له ویزې پرته دغه هېواد ته سفر وکړي.
د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس د شمېرو له مخې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۸۶۵۸۱ کډوالو هڅه کړې چې د بالکان له لارې ځانونه اروپایي ټولنې ته ورسوي چې دغه شمېرې د تېرکال په پرتله ۱۹۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
بیا ولولئ: ولې د بالکان پر لاره د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی؟
د چک او سلواکیا پر پوله کنترول تمدید شوی
له تېرو څو میاشتو راهیسې د صربیا او نورو بالکان هېوادونو له لارې اروپایي تولنې ته د اوښتونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. ډېری دغه کډوال د سوریې، افغانستان، پاکستان، د مرکزي اسیا و منځني ختیځ هېوادونه اتباع دي.
د بالکان پر مسیر د مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی د دې سبب شوی دی چې د بالکان ځینې هېوادونه پر خپلو پولو امنیتي تدابیر زیات کړي. د چک جمهوریت چارواکو د سپتمبر په ۲۷مه وویل چې سر له پنجشنبې د سپتمبر ۲۹مه به له سلواکیا سره پر پوله د لسو ورځو لپاره کنترول پیل کړي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویت راکوسان پرون چهارشنبه وویل چې له سلواکیا سره پر پوله کنترول د شلو نورو ورځو لپاره تمدید شوی دی.
د چارواکو په حواله، له سلواکیا سره پر پوله د کنترول تر پیل مخکې د چک امنیتي ځواکونو څه باندې ۱۲۰۰۰ غیرقانوني کډوال نیولي وو چې دغه شمېرې د ۲۰۲۱ په پرتله ۱۲ چنده زیاتوالی ښيي. ډېری دغه مهاجر د سوریې اتباع دي چې له ترکیې څخه چک جمهوریت ته د ننوتو هڅه کوي.