د افغانستان او پاکستان پر پوله افغان کډوال. انځور: پکچرالیانس، ارشیف
د افغانستان او پاکستان پر پوله افغان کډوال. انځور: پکچرالیانس، ارشیف

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ له افغانستان سره پر پوله د باجوړ په قبایلي سیمه کې میشت افغان کډوالو ته خبر ورکړی چې که د یوې اونۍ په جریان کې د سیمه ایزو پولیسو له دفترونو سره ځانونه ثبت نه کړي نو پر وړاندې به يي قانوني چلند وکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې افغان کډوالو ته دغه خبردارۍ په رسمي ډول د باجوړ ولسوالۍ مرکز د « ښار» د کمیشنرۍ دفتر له معاونیت څخه ورکړل شوی دی.

په دې اړه په بیانیه کې راغلي:« ټولو هغو افغان کډوالو څخه چې د باجوړ په قبایلي ضلعه کې ژوند کوي، غوښتل کیږي چې د خپلو کورنیو له بشپړ معلوماتو سره د سیمې د پولیسو دفترونو سره د اوو ورځو په موده کې ځانونه ثبت کړي.»

همدارنګه په بیانیه کې د باجوړ ولسوالۍ له مشرانو څخه هم غوښتل شوي چې د ۱۵ ورځو په جریان کې ټول هغه خلک د پولیسو په دفتر کې ثبت کړي چې له نورو ځایونو څخه د دوې ولسوالۍ ته ورغلي او هلته ژوند کوي. دغه پریکړه وروسته له هغه کیږي چې د ځینو راپورونو له مخې د نورو ولسوالیو څخه ځیني مشکوک او له محکمې څخه تښتیدلي خلک باجوړ ته پناه وړې.

 په بیانیه کې د ټولو مشرانو او د سیمې له مالکینو څخه چې یاد خلک (اعلان شوي مجرمین او تښتیدلي) د دوې په سیمو کې ژوند کوي د رسمي خبردارۍ له لارې غوښتنه شوې چې د چارواکو امر دې په کلکه تعقیب کړي. ویل شوي که چیرې یاد خلک د ځايي مشرانو لخوا د ۱۵ ورځو په جریان کې له پولیسو سره ثبت نه کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

بل پلو بیا په دې وروستیو کې د پاکستان په ځینو سیمو کې پر افغان کډوالو فشارونه ډیر شوي او کله ناکله د پولیسو لخوا نیول کیږي او یا بیرته افغانستان ته استول کیږي.

په دې وروستیو کې د کراچي پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیولي وو چې له دې ډلې ۱۵۰ تنه يي د تیرې میاشتې په پای کې بیرته له زندان څخه آزاد شول.

نور ولولئ: پاکستان کې د طالبانو سفارت د ۱۵۰ افغان کډوالو د خوشي کېدو خبر ورکړی

باجوړ له افغانستان سره پر پوله هغه سرحدي سیمه ده چې کله ناکله په کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو لخوا نښتې هم کیږي. د پاکستان پوځ په دغو سیمو کې ځینې وخت راکټي بریدونه هم کړي او په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې یې هدفونه په نښه کړي چې له دې سره یو شمیر بې ګناه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

نورې ليکنې