د کتیرا ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالو د ژغورنې عملیات، ۶ اکټوبر ۲۰۲۲. انځور: پېکچر الاینز، اې پي، کتیرا نیوز، اپولیتوس پرېکاس
د کتیرا ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالو د ژغورنې عملیات، ۶ اکټوبر ۲۰۲۲. انځور: پېکچر الاینز، اې پي، کتیرا نیوز، اپولیتوس پرېکاس

د یونان سمندري ځواکونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبیدو په پیښه کې د قربانیانو شمیر لږ تر لږه ۲۳ تنو ته لوړ شوی. په ژغورل شویو کسانو کې افغانان هم شامل دي.

د یونان سمندري ساتونکو فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې لږ تر لږه پنځه مړي د چهارشنبې په ماښام د یونان په سویلي ټاپو کیتیرا کې د کښتۍ ډوبیدنې له پیښې موندل شوي. په دغه کښتۍ کې چې له ترکیې څخه يي یونان د اوښتو هڅه درلوده ۹۵ کسان سپاره ول چې ۸۰ تنه يي تر دې مهاله له ډوبیدو څخه ژغورل شوي.

 همدارنګه په یوه بله کښتۍ کې چې د پنجشنبې په سهار د ختیځ مدیترانې د لیسبوس ټاپو کې ډوبه شوې وه، ۱۸ تنه نور مړه شوي. له یادې پیښې ۲۸ نور ژوندي موندل شوي.

دواړه کښتۍ چې له اندازې زیاد کډوال په کې سپاره ول، د تیزو بادونو او د اوبو د څپو له امله د ډوبیدو له ګواښ سره مخامخې شوې.

نور ولولئ: یونان کې د کښتۍ ډوبېدو پر له پسې پېښې: لږترلږه ۱۷ کډوال ډوب شوي دي

 له کښتۍ ژوندي پاتي افغانان څه وايي؟

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ویلي چې د کیتیرا ټاپو له پیښې ۸۰ تنه ژغورل شوي کسان د افغانستان، عراق او ایران اوسیدونکي دي.

یو تن افغان کډوال احمد شعیب نورزای چې له یادې پیښې روغ وتلی یاد آژانس ته ویلي:« له پیل څخه مونږ فکر کاوه چې ښايي له ستونزو سره مخامخ شو ځکه هوا د داډول کښتۍ لپاره مناسبه نه وه، ۱۶ متره کښتۍ... دا یوه وړه کښتۍ وه او یوازې د ۲۰ یا ۳۰ کسانو لپاره.»

یو بل افغان چې له دغې کښتۍ ژغورل شوی و وویل چې د کورنیو په ګډون ۹۵ کسان په کښتۍ کې سپاره ول.

 عبدالغفار چې یو بل افغان کډوال دی او له پیښې ژوندی پاتی شوی ویلي:« د اوبو څپې ډیرې لوړې وې، شاوخوا ۶ متره. مونږ هڅه وکړه چې خپل ژوند و ژغورو خو زمونږ ډیری ملګري مړه شوي دي.»

د یونان کیتیرا ټاپو سره د کښتۍ له ډوبیدو وروسته د اوبو په سر د یو کډوال جسد. انځور: رویټرز. اکتوبر ۵
د یونان کیتیرا ټاپو سره د کښتۍ له ډوبیدو وروسته د اوبو په سر د یو کډوال جسد. انځور: رویټرز. اکتوبر ۵

یوناني چارواکي له ترکیې غوښتي چې په سخته هوا کې د ناقانونه کډوالود تیریدو په اړه اړین ګامونه پورته کړي. د دغه هیواد د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي د پیښې په اړه ویلي چې تر دې دمه ډیرو کسانو خپل ژوند بایللی. هغه وايي چې اروپايي ټولنه باید په دې برخه کې اقدام وکړي.

د رسمي شمیرو له مخې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د یونان سمندري ځواکونو د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې تر ۱۵۰۰ ډېر کډوال ژغورلي دي. د یونان د کډوالو چارو وزیر نیتوس میتاراچي په حواله، سږ کال تر دې دمه ۱۰ زره کډوال یونان ته رسېدلي دي چې دغه شمېرې د تېر کال پرتله زیاتوالی ښيي.

 

نورې ليکنې