هره اونۍ زیات شمېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتو هڅه کوي. ارشیف انځور: رویترز
هره اونۍ زیات شمېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتو هڅه کوي. ارشیف انځور: رویترز

د اسپانیا پولیسو د شنبې په ورځ وویل چې هغه قاچاقي ډله یې له منځه وړې ده چې د انګلیس کانال له لارې یې د کم عمر لرونکو کسانو په ګډون کډوال برېتانیا ته انتقالول.

د اسپانیا امنیتي ځواکونو د برېتانیا د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې او د اسپانیا د ژاندارمري سره په ګډو عملیاتو کې د «یوې مهمې جرمي ډلې» اووه غړي نیولي دي چې ټول د البانیا اتباع دي.

د اسپانیا د پولیسو په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې پر دوو کسانو تور دی چې د دغې ډلې مشري یې کوله. دوی د تېرې دوشنبې په ورځ هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې د مادرید له هوایي ډګر څخه البانیا ته سفر وکړي.

زیاته شوې ده چې یادې ډلې د اسپانیا له شمالي سیمې څخه یې د انګلیس کانال له لارې کډوال برېتانیا ته انتقالول او له هر یو کس څخه یې ۳۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ یورو پورې پیسې اخیستلې.

بیا ولولئ: فرانسه: د انساني قاچاقبرو ډله له منځه وړل شوې ده

بل لور ته د برېتانیا د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ملي اژانس ویلي دي تر اوسه معلومه نه ده چې دغې ډلې څومره کډوال برېتانیا ته انتقال کړي، خو د اسپانیا او برېتانیا چارواکو ۵۰ هغه کډوال موندلي دي چې د یادې ډلې په مرسته برېتانیا ته رسېدلي دي.

د یادې ادارې مشر ستیو رینولدز په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې «قاچاق وړونکو د [کډوالو] ژوند په خطر کې اچوي، نو ځکه د ورته جرمي شبکو له منځه وړل لومړیتوب لري».

امنیتي ځواکونو له نیول شویو کسانو څخه موبایلونه، کمپویترونه، کرېدېت کارتونه، پیسې او د هویت اسناد ترلاسه کړي دي.

د یادولو ده چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۳۳۵۰۰ ډېر کډوال توانېدلي دي چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوړي. په ۲۰۲۱ کې تر ۲۸ زرو ډېرو مهاجرو د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي وو.

 

نورې ليکنې