د برېتانیا سمندري ځواکونه وایي د تېرې یکشنبې په ورځ یې انګلیس کانال کې تر ۱۰۰۰ کډوال نیولي دي. په ورته مهال فرانسوي چارواکو د پا دو کالې په دماغه کې د ۳۶۷ کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی دی.
د یخې هوا سربېره لا هم زیات شمېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتو هڅه کوي. د برېتانیا سمندري ځواکونو د تېرې یکشنبې په ورځ د اکټوبر ۹مه یاد کانال کې ۱۰۶۵ نیولي او د برېتانیا کنت ښار ته یې انتقال کړي دي. نیول شوي کډوال په ۲۵ کښتیو کې سپاره ول.
بیا ولولئ: د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو تګ ادامه لري
بل لور ته فرانسوي چارواکو د یکشنبې په ورځ انګلیس کانال کې برېتانیا ته اوښتونکي ۳۶۷ کډوال ژغورلي دي. د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې یاد کډوال د پا دو کالې په دماغه کې له ستونزو سره مخ شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې، د ګري نې د نظارت او ژغورنې سیمه ایز عملیاتي مرکز د دغو کډوالو د ژغورلو لپاره له بېلابېلو کښتیو څخه کار اخیستی دی. زیاته شوې ده چې د دنکرک د ژغورنې ملي ادارې د لوفرینکوک په اوبو کې ۵۲ کډوال او دنکرک کې بیا ۴۵ تنه نور ژغورلي دي.
دغه راز د پا دو کالې په اوبو کې درې کښتۍ ژغورل شوې چې په ترتیب سره ۶۸، ۵۳ او ۳۷ کسان پکې سپاره ول. همدارنګه چارواکو د دیک زون په اوبو کې ۶۸ تنه او بولونی سور مېر کې ۴۴ تنه نور ژغورلي دي.
ژغورل شوي کسان د فرانسې سرحدي پولیسو او روغتیایي کارکوونکو ته سپارل شوي دي.
ډېری وختونه د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته ناقانونه سفرونه له ګواښونو ډک وي. تېره سپټمبر میاشت دغه سیمه کې د کښتیو د ډوبېدو څو پېښې رامنځته شوې وې چې له امله یې ۷ کسان اوبو ته غورځېدلي خو د ژغورونکو له خوا ژغورل شوي وو. همداراز د ۲۰۲۱ د نومبر په ۲۴مه کالې کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۲۷ کسان وژلي وو.
بیا ولولئ: له ډوبې شوې کښتۍ ۳۸ کډوال ژغورل شوي، تر ۶۰۰ نور برېتانیا ته اوښتي دي