د یونان د کتیرا ټاپو په اوبو کې د کډوالو د لېږدونکې یوې کښتۍ تر ډوبېدو وروسته شپږ نور مړي موندل شوي دي چې له دې سره د قربانیانو شمېر ۱۱ تنو ته رسېږي. په دغه کښتۍ کې ۹۵ کډوال سپاره ول چې ۸۰ تنه یې له سمندره ژغورل شوي دي.
د یونان ساحلي چارواکي وایي د تېرې شنبې په ورځ د اکټوبر ۸مه یې د کتیرا ټاپو په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ تر ډوبېدو وروسته شپږ نور مړي موندلي دي. له دې سره یاده پېښه کې د ډوب شویو شمېر ۱۱ تنو ته رسېږي.
د کډوالو دغې کښتۍ تېره دوشنبه له ترکیې څخه خپل سفر پیل کړی و ایټالیا ته یې د اوښتو هڅه لرله. عیني شاهدانو اسوشیتد پرس ته ویلي دي چې کښتۍ چلوونکي د چهارشنبې په شپه د هوا د خرابو حالاتو له کبله خپلې هیلې بایللې وې.
لږ وروسته دغې کښتۍ دیاکوفتي ساحل ته نږدې له یوې غټې پرښې سره ټکر وکړ. افغان کډوال عبدالغفار چې له پېښې ژوندی پاتې شوی اسوشیتد پرس خبري اژانس ته ویلي دي: «څپې ډېرې لورې وې، نږدې شپږ متره. موږ هڅه وکړه چې خپل ځان وژغورو، خو ډېری ملګري مو مړه شوي دي.»
بیا ولولئ: یونان کې د کډوالو د کښتیو د ډوبېدو له امله د مړو شمېر ۲۳ ته لوړ شوی
له یادې پېښې څخه ۸۰ کډوال ژغورل شوي دي چې د ایران، عراق او افغانستان اتباع دي. یونان کې په یوه ښوونځي کې دوی ته پناه ورکړل شوې ده. د دولتي ټلویزون ارت په حواله، چارواکو یو کس چې له پېښې ژوندی پاتې شوی د انساني قاچاق په تور نیولی دی.

د یادولو ده چې د کتیرا ټاپو په اوبو کې د دې پېښې له رامنځته کېدو څو ساعته مخکې د کډوالو یوه بله بېړۍ د لېسبوس ټاپو په ساحلي اوبو کې ډوبه شوې وه چې په پایله کې یې د ۱۶ ښځو او یو ۱۵ کلن مهاجر په ګډون لږترلږه ۱۸ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
په دغه کښتۍ ۴۰ سومالیایان سپاره ول چې له ډلې یې یوازې ۱۰ تنو یې د ژغورنې واسکټونه درلودل. له دې پېښې ۲۸ کډوال ژوندي موندل شوي دي.
که څه هم سازمانونو بیا بیا پر یونان تور لګولی چې له خپلو ساحلي اوبو څخه د کډوالو کښتۍ په شا تمبوي، خو اتن د دغو ادعاوو په ردولو سره وایي چې ترکیه یونان ته د کډوالو د تګ زمینه برابروي. د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي د شنبې په ورځ وویل چې د ناقانونه کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره باید پر ترکیې فشار واچول شي.