د چک جمهوریت چارواکي وایي په پام کې لري چې خپلې خاورې ته د کډوالو د ننوتو د مخنیوي لپاره له سلواکیا سره پر پوله ۳۲۰ تنه نور سرتېري واستوي. په ورته مهال سلواکیا وایي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د سپټمبر د میاشتې له پای راهیسې تر ۸۰۰ ډېر ناقانونه کډوال نیولي دي.
د چک جمهوریت چارواکو د تېرې یکشنبې په ورځ (د اکټوبر ۹مه) له سلواکیا سره پر پوله ۸۰ سرتېري واستول. د چک امنیتي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دغه سرتېري دنده لري چې د موراویا، زلین او موراویا-سلسیا په سرحدي سیمو کې له موجودو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د ورتلونکو کډوالو مخه ونیسي. ټاکل شوې ده چې سر له جمعې د اکټوبر ۲۸مه ۳۲۰ تنه نور سرتېري یاد زون ته ولېږدول شي.
د چک چارواکو تېره اونۍ وویل چې له سلواکیا سره پر پوله کنترول د شلو نورو ورځو تمدید شوی دی. د چک د پولیسو مشر مارتین وودراسېک اپوک ټایمز ورځپاڼې سره خبرو کې ومنله چې د سرحد په ټولو برخو کې کنترول شونی نه دی، خو دوی به خپلې ټولې هڅې وکړي چې خپلې خاورې ته د ناقانونه کډوالو د ننوتو مخه ډبه کړي.
بیا ولولئ: د کډوالو د څپو مخنیوی: چک له سلواکیا سره پر پوله امنیتي پوستې جوړوي
په ورته مهال د چک د بهرنیانو د پولیسو ادارې غړي میلان ماجر ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۲۶مه پورې نږدې ۱۲۰۰۰ ناقانونه کډوال نیولي دي. د چارواکو په حواله، دغه شمېرې د ۲۰۲۱ په پرتله ۱۲ چنده زیاتوالی ښيي.
بل لور ته د سلواکیا چارواکو له هنګري سره پر پوله د کنترول له پیل راهیسې د څه باندې ۸۰۰ سند نه لرونکو کډوالو خبر ورکړی دی.
د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره ګډ اقدامات
په تېرو څو وختونو کې د بالکان پر مسیر د کډوالو د شمېر زیاتوالی د دې سبب شوی دی چې د بالکان ځینو هېوادونو پر خپلو سرحداتو امنیتي تدابیر زیات کړي. د هنګري، اتریش او صربیا مشرانو تېره دوشنبه اروپا ته د غیر قانوني کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړه.
په دغه غونډه کې چې د هنګري پلازمېنه بوداپست کې جوړه شوې وه، درېواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د صربیا له لارې اروپا ته د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره باید ګډ اقدامات وکړي.
د اتریش چانسلر کارل نېهامر له غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې د دغه ګډ پلان له مخې به پر سرحداتو د امنیتي ځواکونو د ګډ اقدام او همغږۍ زیاتوالی او د غیر قانوني کډوالو د اخراج په برخه کې له صربیا سره لا زیاته همکاري شامله ده.
له دغې غونډې څخه یوه اونۍ مخکې اتریشي چارواکو له سلواکیا سره پر پوله د کنترول له پیل خبر ورکړی و.
دمګړۍ ډېری کډوال هڅه کوي چې د صربیا له لارې ځانونه اروپایي هېوادونو ځان ورسوي. د صربیا د کورنیو چارو وزارت د تېرې چهارشنبې په ورځ (د اکټوبر ۵مه) وویل چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د صربیا په شمالي سیمه کې نږدې ۲۰۰ کډوال نیولي چې غوښتل یې هنګري ته واوړي. یاد وزارت دا هم ویلي وو چې د تیسا سیند په اوږدو کې د کډوالو له یوه غیر رسمي کمپ څخه پیسې او وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۸۶۵۸۱ کډوالو هڅه کړې چې د بالکان له لارې ځانونه اروپایي ټولنې ته ورسوي چې دغه شمېرې د تېرکال په پرتله ۱۹۰ سلنه زیاتوالی ښيي.