د جرمني د کورنیو چارو وزیره وایي د بالکان له لارې دغه هېواد ته د اوښتونکو کډوالو د ننوتو د مخنیوي لپاره له اتریش سره پر پوله کنترول د شپږو نورو میاشتو لپاره تمدیدوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر پرون سه شنبه د اکټوبر ۱۱مه وویل چې هېواد به یې راتلونکې نومبر میاشت د بالکان له لارې اروپا ته د اوښتونکو کډوالو د مخنیوي لپاره له اتریش سره پر پوله کنترول د شپږو نورو میاشتو لپاره تمدید کړي.
نوموړې د کډوالو په هکله د آلمان ایالتونو او د ښاروالیو چارواکو سره له یوې غونډې وروسته وویل: «دا چې زیات شمېر خلک اروپا ته راځي د اندېښنې وړ خبره ده.»
نانسي فایزر زیاته کړه چې اتریش او چک جمهوریت منلې چې له سلواکیا سره پر پوله کنترول پیل کړي.
د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس د شمېرو له مخې، تېر اګست څه باندې ۱۵۹۰۰ کډوال د بالکان پر لاره نیول شوي دي چې دغه شمېرې د تېر کال په پرتله ۱۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې اروپا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر د ۲۰۲۱ په پرتله دوه چنده زیات شوی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې صربیا کې د ویزې د ورکولو پر پالیسۍ هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې یاده پالیسي د بالکان پر مسیر د کډوالو د شمېر د ډېرېدو یو لوی لامل بلل کېږي. د یادولو ده چې د هند او تونس په څېر د ځینو هېوادونو اتباع صربیا ته د سفر لپاره ویزې ته اړتیا نه لري.
څه موده مخکې اتریشي ورځپاڼې دېر شتاندارد په یو راپور کې ویلي وو چې په روان کال کې ۱۵ زره هندیانو او تونسیانو په اتریش کې د پناه غوښتنه کړې ده.
په تېرو څو وختونو کې د بالکان پر مسیر د کډوالو د شمېر زیاتوالی د دې سبب شوی دی چې د بالکان ځینو هېوادونو پر خپلو سرحداتو امنیتي تدابیر زیات کړي. د هنګري، اتریش او صربیا مشرانو تېره اونۍ اروپا ته د غیر قانوني کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړه.
په دغه غونډه کې چې د هنګري پلازمېنه بوداپست کې جوړه شوې وه، درېواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د صربیا له لارې اروپا ته د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره باید ګډ اقدامات وکړي.
د اتریش چانسلر کارل نېهامر له غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې د دغه ګډ پلان له مخې به پر سرحداتو د امنیتي ځواکونو د ګډ اقدام او همغږۍ زیاتوالی او د غیر قانوني کډوالو د اخراج په برخه کې له صربیا سره لا زیاته همکاري شامله ده.