د کتیرا ټاپو په اوبو کې د وژل شویو کډوالو خپلوان، ۹ اکټوبر ۲۰۲۲. انځور: پېکچر الاینز
د کتیرا ټاپو په اوبو کې د وژل شویو کډوالو خپلوان، ۹ اکټوبر ۲۰۲۲. انځور: پېکچر الاینز

د یونان سمندري ځواکونه وایي چې د کتیرا ټاپو په ساحلي‌ اوبو کې یې د یوې مېرمنې مړی موندلی دی. دغه ښځه یوه له هغو ۱۲ کسانو ده چې تېره اونۍ کتیرا ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېد پېښه کې ډوبه شوې وه. د یونان په لېسبوس ټاپو کې د کډوالو د یوې بلې کښتۍ ډوبېدو له امله لږترلږه ۱۸ تنه نور مړه شوي دي.

د یونان سمندري ځواکونو د سه شنبې په ورځ (د اکټوبر ۱۱مه) د کتیرا ټاپو په ساحلي‌ اوبو کې د یوې مېرمنې د جسد د موندلو خبر ورکړ. د کډوالو لېږدونکې یوه کښتۍ چې ۹۵ کسان پکې سپاره ول د تېرې چهارشنبې په شپه یوناني اوبو کې ډوبه شوې وه.

له دې سره د یادې پېښې د قربانیانو شمېر ۱۲ تنو ته رسېږي.

له دغې ډوبې شوې کښتۍ څخه د ۷ ښځو او ۱۸ کم عمر لرونکو کسانو په ګډون ۸۰ کډوال ژغورل شوي چې ډېری یې د افغانستان، عراق او ایران اوسیدونکي دي.

بیا ولولئ: یونان:‌ کتیرا ټاپو کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو له امله د مړو شمېر ۱۱ ته اوښتی دی

داسې ګومان کېږي چې تر اوسه د درېو نورو کسانو مړي لادرکه دي. یوناني چارواکو د شنبې په ورځ‌ وویل چې د پېښې یو ژوندی پاتې کډوال د انساني قاچاق په تور نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په سهار د لېسبوس ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالو یوه بله کښتۍ ډوبه شوه چې له امله یې د ۱۷ مېرمنو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول.

د یوناني چارواکو په حواله په دغه کښتۍ کې ټولټال ۴۰ سومالیان سپاره ول چې له دې ډلې څخه یوازې ۱۰ تنو یې د ژغورنې واسکټونه درلودل.

یادو دوو پېښو کې لږترلږه ۳۰ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کوس ټاپو ته نږدې ۲ مړي موندل شوي

د یو بل خبر له مخې، یوناني ځواکونو پرون سه شنبه د کوس ټاپو په ساحلي اوبو کې د دوو نورو کډوالو مړي موندلي دي. یوناني رسنۍ اکاتیمریني د چارواکو له قوله ویلي چې دغه کډوال چې عمرونه یې ۳۰ کالو ته رسېږي له ترکیې څخه یونان ته د اوښتو هڅه درلوده.

د یونان سمندري ځواکونو د روان کال په لومړیو ۸ میاشتو کې خپلو ساحلي‌ اوبو کې ۱۵۰۰ کډوال ژغورلي دي. اتن په وار وار اژه سمندر کې د کډوالو د ډوبېدو پېښو پړه پر انقرې اچولې ده.

خو د بشري حقونو مدافع بنسټونه او ترکیې بیا پر یونان تور لګولی چې له خپلو اوبو څخه د کډوالو کښتۍ پر شا تمبوي او مهاجرو ته یونان کې د پناه غوښتنې اجازه هم نه ورکوي. یونان بیا دغه ادعاوې ردوي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي په وینا، د روان کال له پیل راهیسې څه باندې ۱۰ زره کډوال یونان ته رسېدلي دي چې دغه شمېرې د تېر کال په پرتله ۲ چنده زیاتوالی ښيي. 

 

نورې ليکنې