د فنلنډ بیرغ. انځور: رویټرز
د فنلنډ بیرغ. انځور: رویټرز

د فنلنډ چارواکي وایي په پام کې لري چې راتلونکی کال د ملګرو ملتونو د سهمیې پر اساس ۱۰۵۰ کډوال ومني. د دغو کډوالو په ډله کې به افغانان هم شامل وي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د فنلنډ حکومت غواړي چې په ۲۰۲۳ کې د ملګرو ملتونو د سهیمې پر اساس ۱۰۵۱ کډوال ومني. د فنلنډي چارواکو په حواله، ډېری دغه کډوال به د سوریې، افغانستان او د کانګو دېموکراتیک جمهوریت اتباع وي.

د فنلنډ د کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو په ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې فنلنډ «د ۲۰۲۳ د کډوالو سهمیې پر اساس له لبنان او ترکیې څخه ۴۲۰ سوریایان، له ایران څخه ۲۱۰ افغانان او له زامبیا څخه ۱۶۰ کانګویي کډوال مني». زیاته شوې ده چې «له لیبیا څخه رونډا ته لېږدول شوي ۱۳۰ کسان او همدارنګه ۳۰ بې تابعیته کډوال» هم په دغه پروګرام کې شامل دي.

د اړمنو افغانانو منل

په دغه اعلامیه کې لیکل شوي چې د کډوالو دغه سهمیه فنلنډ ته د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو ادارې له خوا د وړاندیز پر اساس ټاکل شوې ده او فنلنډ د هغو کډوالو منلو ته ادامه ورکوي چې ورته کتګوریو کې شامل دي.

په اعلامیه کې د فنلنډ د کورنیو چارو وزیر کریسا میکونن له قوله راغلي دي چې دغه هېواد به له افغانستان څخه د ښځو او نجونو، جنسي اقلیتونو، ماشومانو، د بشري حقونو مدافعانو، مدني فعالانو او نورو اړمنو کسانو منلو ته ادامه ورکړي. 

فنلنډي چارواکو د اروپایي ټولنې له نورو غړو څخه هم غوښتي دي چې د خپلې سهمیې پر اساس د کډوالو د منلو بهیر کې ګډون وکړي. بل پلو اروپایي کمیسیون ویلي دي چې د کډوالو د منلو پروګرام په چوکاټ کې به د هر یو منل شوي مهاجر په بدل کې ۱۰ زره یورو ورکړي.

لږ مخکې د فنلنډ چارواکو اعلان کړی و چې دغه هېواد کې د اکرایني مهاجرو د اوسېدو مودې د تمدید لپاره د د بهرنیانو قانون پر تعدیل کار کوي.

 

نورې ليکنې