د لتویا پوله ساتونکي. انځور: رویترز، انتس کالنینس، سپټمبر ۲۰۲۱
د لتویا پوله ساتونکي. انځور: رویترز، انتس کالنینس، سپټمبر ۲۰۲۱

د بخښنې نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې لتویا کې له هغو پناه غوښتونکو سره پر ناسم او تاوتریخجن چلند نیوکه کړې ده چې له بېلاروس له پولې دغه هېواد ته اوښتي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې چې نن پنجشنبه د اکټوبر ۱۳مه خپور شوی، پر لتویا تور لګولی دی چې له بېلاروس سره پر پوله یې له پناه غوښتونکو سره تبعیضي او راسیستي چلند کړی دی. دغه راپور کې راغلي دي چې د دغو دواړو هېوادونو پر پوله د کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستل شوی دی. زیاته شوې ده چې ځینې کډوال په غیرقانوني توګه نیول شوي، له سرحده پر شا تمبول شوي او یا «شکنجه» شوي دي.

لتویا د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۰مه له بېلاروس سره پر پوله بېړنی حالت اعلان کړ. د بخښنې نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ د اوړي د ۲۰۲۲ تر می میاشتې پورې د بېلاروس له پولې لتویا ته د اوښتو ۶۶۷۷ پېښې ثبت شوې دي. خو ډېریو کډوالو بیا بیا له پولې څخه د اوښتو هڅه کړې ده. یاد سازمان لتوانیا کې د دغو پناه غوښتونکو او د اکرایني کډوالو ترمنځ پر توپیري چلند هم نیوکه کړې ده. د راپور له مخې، پر اکراین د روسیې تر یرغل وروسته له ۳۵۰۰۰ ډېرو اکراینیانو بېلاروس کې پناه اخیستې ده.

د شکنجې او په شا تمبونې ادعاوې

د بخنښنې نړیوال سازمان د عیني شاهدانو له قوله ویلي دي چې په ځینو مواردو کې کډوال «شکنجه» شوي دي. ځینو کډوالو ویلي دي چې د لتویا پوله ساتونکو، کوماندو او ځانګړو ځواکونو چې تورې جامې یې اغوستې وې او مخونه یې پټ وو په سرحدي ځنګلونو او توقیف ځایونو کې له کډوالو سره ناوړه چلند کړی دی.

عراقي کرد ادنان چې دوه میاشتې د بېلاروس او لتویا پر سرحد بند پاتې و د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې لتویایي ځواکونو هغه په سوټو او برقي وسایلو وهلی او ډبولی دی. په وینا یې، د لتویا سرتېرو مهاجرو ته برقي شوک ورکاوه.

خو د لتویا د کورنیو چارو وزارت کډوال نیوز سره په خبرو کې دغه ادعاوې «بې اساسې» او «غیر موثقې» بولي. دغه وزارت زیاتوي چې د لتویا سرحدي ځواکونو د هغو کډوالو له خوا چې د بېلاروس له پولې څخه په ناقانونه توګه لتویا ته اوښتي دي د تاوتریخوالي په هکله هېڅ کوم شکایت نه دی ثبت کړی.

راپور کې زیاته شوې ده چې د لتویا چارواکو زیات شمېر کډوال د بېلاروس پر لور شړلي دي. د راپور له مخې بېلاروس ته شړل شويو کډوالو په سړه هوا کې ځنګلونو کې شپې ورځې تېرولې او په اونیو اونیو هلته ایسار پاتې وو.

عراقي کډوال ذکي ویلي دي چې د لتویا له پولې څخه ۱۵۰ ځله په شا تمبول شوی دی. په وینا یې ځینې وختونه کډوال د ورځې اته ځله په شا تمبول کېدل. د لتویا د کورنیو چارو وزارت بیا د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي دي چې د بېړني حالت له لغوه کېدو سره کډوال کولی شي چې په قانوني توګه لتویا ته ننوځي او د سرحد په ځینو برخو کې او یا دوګاوپیلس په توقیف ځای کې د پناه غوښتنه وکړي.

دغه وزارت وایي چې د بېړني حالت په جریان کې (د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۱ د ۲۰۲۲ د اکټوبر تر ۱۱ پورې) له بېلاروس څخه ۱۹۵ کسانو (په ۲۰۲۱ کې ۹۴ او په ۲۰۲۲ تنو) ته اجازه ورکړل شوې چې لتویا ته داخل شي. د یاد وزارت په حواله، دغه کسان چې د بشردوستانه دلایلو له کبله یې لتویا ته د ننوتو اجازه ترلاسه کړې د افغانستان، عراق، سوریې، سریلانکا، ترکیې او یا ایران اتباع دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې دغه شمېرې ښيي چې لتوانیایي چارواکي شخصي حالاتو ته پاملرنه کوي او د خلکو د ژوند او روغتیا ته په پام سره لازمي تدابیر تر لاس لاندې نیسي.

غیررسمي توقیف ځایونه او اخراج

د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي دي چې ځینې کډوال بېلاروس ته د اخراج په موخه په غیررسمي کمپونو کې تر خیمو لاندې ساتل کېدل. خو د لتویا حکومت بیا وایي چې دغه کمپونه یې د بشري دلایلو له کبله جوړ کړي وو.

ځینو کډوالو د بخښنې نړیوالې ادارې ته ویلي دي چې چارواکو یې موبایلونه ضبط کړي وو.

یاده اداره لیکي چې یو شمېر کډوال، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د دوګاوپیلس په توقیف ځای کې ساتل کېدل، په زوره خپلو هېوادونو ته استول شوي دي. دغې ادارې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ پر نړیوالې ادارې هم نیوکه کړې ده چې دې ټکي ته پاملرنه نه ده کړې چې ځینو کډوالو د دوی له رضایت پرته خپلو هېوادونو ته استول شوي دي.

شل کلن فرید هغه عراقی کرد دی چې تر ۹ میاشتو بند وروسته «په خپله خوښه» عراق ته ستون شوی دی. هغه ویلي دي چې چارواکو دې ته اړ کړی و چې خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو سند لاسلیک کړی. نوموړی دا هم ویلي چې لتویایي ځواکونو د کډوالو د وېرولو لپاره د دوی پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیست.

د بخښنې نړیوال سازمان له لتویا څخه غوښتي دي چې د کډوالو پر وړاندې له تبعیضي او تاوتریخجن چلند څخه لاس واخلي. 

 

نورې ليکنې