د اروپا د جعل کارۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې یا اولاف په خپل تازه راپور کې وایي چې د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا د فرانتکس لوړپوړو چارواکو له یونان څخه ترکیې ته د کډوالو د شړلو په اړه معلومات پټ ساتلي دي.
د اروپا د جعل کارۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې یا اولاف راپور پرون پنجشنبه د اکټوبر ۱۳مه د فراګ دېن شتات سایټ، شپیګل او لایټ هوز رپورټز له خوا خپور شو.
دغه راپور کې راغلي دي چې که څه هم د فرانتکس لوړپوړو چارواکو له یونان څخه ترکیې ته د کډوالو د کښتیو د ناقانونه په شا تمبونې په اړه معلومات درلودل، خو دغه معلومات یې پټې ساتلي او د یادو پېښو په هکله د پلټنو له ترسره کولو څخه یې ډډه کړې ده.
د اولاف څېړونکو د دغه راپور د جوړولو لپاره د رسنیو د راپورونو، ازادو سرچینو، د فرانتکس او د اروپایي کمېسیون سندونو څخه ګټه پورته کړې او له ۲۰ عیني شاهدانو سره یې هم مرکې کړې دي.
راپور کې راغلي دي چې د اولاف له خوا د ترسره شویو پلټنو پایلې ښيي چې «د فرانتکس پر وړاندې ادعاوې سمې دي».
بیا ولولئ: د اروپا د پولې ساتنې ادارې اژه سمندر کې سلګونه کډوال په شا تمبولي دي
«ترمیمي تدابیر»
په ورته مهال فرانتکس نن جمعه د اکټوبر ۱۴مه اسوشیتد پرس خبري اژانس ته وویل چې دغه تخلفونه په «تېر» پورې تړاو لري. یادې ادارې زیاته کړې ده چې د اولاف «د پلټنو پایلې جدي نیسي او د وضعیت د ښه کولو هڅه کوي».
دغه سازمان ویلي چې د فرانتکس درېو کارکوونکو «جدي تخلفونه» کړي دي، خو د یادې ادارې مدیریت د ستونزو د هوارولو لپاره «ترمیمي تدابیر» نیولي دي. د بېلګې په توګه، فرانتکس د جدي پېښو په هکله د راپور د ورکولو پروسیجرونو کې بدلون رامنځته کړی دی.
پخوانی راپور
د روان کال په لومړیو میاشتو کې د فرانتکس اجرایي مشر فابریس لګېري د اولاف راپور او د رسنیو د تحقیقاتو تر خپرېدو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه. دغه راپور کې لیکل شوي وو چې ډېری وختونه فرانتکس د کډوالو د شړلو پېښو په هکله د راپور ورکولو او د پلټنو له ترسره کولو ډډه کړې ده.
د اولاف د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ د اګست په ۵مه د یونان ساحلي ځواکونو د کډوالو یوه کښتۍ چې ۳۰ کسان پکې سپاره ول د ترکیې پر لور وشړله. هغه وخت د فرانتکس الوتکې د یادې پېښې ویډیو اخیستې وه، خو د پېښې په هکله د راپور د ورکولو پر ځای یې اژه سمندر کې خپل عملیات ودرول.
بیا ولولئ: د ترکیې پر لور د مهاجرو د کښتیو شړنه: فرانتکس له بشري حقونو د سرغړونو په اړه ادعاوې ردوي
د اروپایي ټولنې څېړونکو دا هم ویلي چې فرانتکس د اروپایي ټولنې له مسولو ادارو لکه د اروپایي کمېسیون او د اروپا د پارلمان له غړو او د اولاف له څېړونکو سره ناکره او یا جانبدارانه معلومات شریک کړي دي.
فرانتکس د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو په استازیتوب د اروپایي پولو د امنیت د ساتنې دنده لري. له پولو څخه په ناقانونه توګه د خلکو په شا تمبول د نړیوالو او اروپایي قوانینو څخه سرغړونه بلل کېږي.