یوناني چارواکي وایي د ترکیې امنیتي ځواکونو د کډوالو یوه ډله چې شمېر یې ۹۲ تنو ته رسېږي دې ته اړ کړې چې په لوڅ حالت کې د اوروس سیند له لارې یونان ته واوړي. ډېری دغه کسان د افغانستان او سوریې اتباع دي. په ورته مهال ترکیې د دې ادعا په ردولو سره له یونان څخه غوښتي دي چې د کډوالو پر وړاندې له غیرانساني چلنده لاس واخلي.
د یونان پولیس وایي د تېرې جمعې په ورځ (د اکټوبر ۱۴مه) یې له ترکیې سره پر پوله د کډوالو یوه ډله چې شمېر یې ۹۲ تنو ته رسېږي په لوڅ حالت کې موندلې ده. دغه کسان چې د اوروس سیند له لارې په پلاستیکي بېړیو کې یونان ته اوښتي دي، د افغانستان، سوریې او پاکستان اوسېدونکي دي. پولیسو زیاته کړې ده چې د کډوالو په دغه ډله کې ټپیان هم دي.
د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس ویاندې پولینا باکولو د فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې د یوناني چارواکو په مرسته د ۹۲ کډوالو د موندلو خبر تایید کړی دی.
دغو کډوالو د یونان امنیتي ځواکونو او د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس سرتېرو ته ویلي دي چې ترکي چارواکو دوی په درېو موټرو کې سرحدي سیمې ته انتقال کړي وو. د موندل شویو کسانو له قوله ویل شوي چې دوی کښتیو کې تر سپرېدو مخکې دې ته اړ کړل شوي وو چې خپل کالي وباسي. یوناني پولیسو ویلي دي چې دغو کډوالو ته خواړه او جامې ورکړې دي.
ترکیه او یونان پر یو بل تور لګولی
په ورته مهال د یونان د کډوالۍ چارو وزیر نوتیس میتاراچي پر خپله ټویټر پاڼه د یادو کډوالو د انځورونو په خپرولو سره له مهاجرو سره د ترکیې چلند «د تمدن لپاره د شرم وړ» عمل بللی دی.
همدارنګه د یونان د ملکي وګړو د ساتنې وزیر تاکیس تیودوراکاکوس انقره په دې تورنه کړې ده چې «له ناقانونه کډوالۍ څخه ابزاري ګټه پورته کوي».
بل پلو بیا د ترکیې د ولسمشر دفتر په یو لړ ټویټونو کې د یادې پېښې پړه پر یونان اچولې ده او یوناني چارواکي یې له کډوالو سره پر غیرانساني چلند تورن کړي دي.
د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر د اړیکو مشر فحرتین التون له یونان څخه غوښتي دي چې د کډوالو سره له غیرانساني چلنده ډډه وکړي او د ترکیې پر ضد له ناسمو او بې اساسو ادعاوو لاس واخلي.
نوموړي زیاته کړې ده چې یونان د دغو کډوالو د شخصي وسایلو له نیولو وروسته د دوی انځورونه خپاره کړي دي. په وینا یې دا پېښه «ښيي چې یونان د مظلمو خلکو انساني کرامت ته درناوی نه کوي».
«ظالمانه او د انساني کرامت خلاف چلند»
په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ پرون یکشنبه پر خپله ټویټرپاڼه له کډوالو سره د انساني کرامت خلاف او ظالمانه چلند وغانده او د یادې پېښې په هکله یې د پلټنو غوښتنه وکړه.
سازمانونو او رسنیو په وار وار پر یونان تور لګولی دی چې له ترکیې سره پر پوله یې له مهاجرو سره تاوتریخجن چلن کړی او کډوال یې له خپلې خاورې څخه په شا تمبولي دي. خو یونان تل دغه ادعاوې رد کړې دي. د سپټمبر میاشتې په پای کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ملګرو ملتونو کې پر یونان نیوکه وکړه چې اژه سمندر یې پر «قبرستان» بدل کړی دی.