پناه غوښتونکي د بلجیم د هرکلي مرکز دروازې مخې ته، ډېسمبر ۲۰۲۱. انځور: د نړۍ ډاکټرانو سازمان
پناه غوښتونکي د بلجیم د هرکلي مرکز دروازې مخې ته، ډېسمبر ۲۰۲۱. انځور: د نړۍ ډاکټرانو سازمان

له تېر یو کال راهیسې زیات شمېر پناه غوښتونکي بلجیم کې د سرپناه له کموالي سره مخ دي. د راپورونو له مخې، تېره اونۍ یو شمېر کورنۍ او کم عمر لرونکي مهاجر د سرپناه د نشتوالي له کبله دې ته اړ شول چې تر شنه آسمان لاندې شپې سبا کړي. په ورته مهال د بشري حقونو سازمانونه د ژمي په را رسېدو سره بلجیم کې د سرپناه د کموالي په هکله خبرداری ورکوي.

له تېر یو کال راهیسې بلجیم کې زیات شمېر پناه غوښتونکي د سرپناه د موندلو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د تېرې پنجشنبې په ورځ د اکټوبر ۱۳مه بلجیم کې یو شمېر کورنۍ او کم عمر لرونکي ماشومان چې شمېر یې کابو ۱۲۵ تنو ته رسېږي دې ته اړ شول چې د سړکونو پر غاړه شپه تېره کړي. همدارنګه د تېرې اونۍ په پیل کې ۲۱ کم عمر لرونکو پناه غوښتونکو ته اجازه ور نه کړل شوه چې د بلجیم د هرکلي سیستم له خدمتونو څخه برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلجیم حکومت څو میاشتې مخکې اعلان کړی و چې کورنیو او کم عمر لرونکو کډوالو ته لومړیتوب ورکوي. سیرې سازمان کې د نړیوالې ساتنې او د هرکلي چارو مسوله جسیکا بلومېرت بلجیم کې د سرپناه د نشتوالي په هکله اندېښنه څرګندوي او وایي چې حالت ورځ تر بلې خرابېږي.

۷۰۰۰ پناه غوښتونکي او د سرپناه ستونزه

په ورته مهال د بلجیم د هرکلي او سرپناه ادارې یا فدازیل د سرپناه ستونزې د هوارولو لپاره له بشري سازمانونو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. له دې وړاندې دغو سازمانونو یو شمېر کورنیو او کم عمر لرونکو کډوالو ته په هوټلونو کې سرپناه برابروله. د سیرې سازمان غړې جسیکا بلومېرت په حواله، بلجیم کې سازمانونه د دولت دنده پر مخ وړي. نوموړې وایي چې سیرې او ځینو نورو سازمانونو له دولت څخه غوښتنه کړې چې کډوالو ته په هوټلونو کې بېړنۍ سرپناه چمتو کړي، خو حکومت یې وړاندیز رد کړی دی.

بل پلو بیا د بلجیم د دولت منشي نیکول دو مور وایي چې بلجیم او د اروپایي ټولنې ځینو نورو هېوادونو کې د کډوالو شمېر په نامتناسبه او بې سارې توګه زیات شوی دی او دغه وضعیت د زغم نه دی. نوموړې ویلي دي چې دا موضوع یې د اروپایي کمېشنرې یلوا جوهانسون سره شریکه کړې ده.

بیا ولولئ: بلجیم کې د پناه غوښتونکو ناڅرګند وضعیت

د بلجیم حکومت تېره اونۍ وویل په پام کې لري چې د کډوالو لپاره «ژمنی پروګرام» پیل کړي. د پناه غوښتنې او کډوالۍ په چارو کې د دولت شورا په حواله، د یاد پروګرام پر جزیاتو خبرې روانې دي. ټاکل شوې ده چې د دغه پروګرام په چوکاټ کې به بروکسل کې د کډوالو لپاره ۴۵۰ تر ۶۰۰ نوي ځایونه پرانیستل شي. خو جسیکا بلومېرت وایي چې دغه ځایونه به په دوو ورځو کې له کډوالو ډک شي. د نوموړې په وینا، ښایي راتلونکی ژمی بلجیم کې د سرپناه نه لرونکو کډوالو شمېر ۷۰۰۰ ته ورسېږي.

د دولت منشي نیکول دو مور لو سواغ ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي دي چې اوسنی سیستم له عملیاتي ستونزو سره مخ دی. په وینا یې فدازیل، د سره صلیب سازمان او رود کروز د کډوالو د استوګنځیو د چلولو په برخه کې د کارکوونکو له نشتوالي سره مخ دي. نوموړې زیاته کړې ده چې دوی خپل ظرفیت ته په کتو سره اړمنو کسانو ته لومړیتوب ورکوي. 

یو کلن کړکېچ

یوازې د سپټمبر په میاشت کې تر ۴۰۰۰ ډېرو کسانو بلجیم کې د پناه غوښتنه کړې ده. نیکول دو مور وایي چې دمګړۍ پر بلجیم ډېر فشار دی. هغې تېره سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې ولیکل چې د تېرې دوشنبې په ورځ ۴۵۰ کډوالو هڅه وکړه چې د بهرنیانو اداره یا پچیکو کې نوم لیکنه وکړي. همدارنګه د جمعې په ورځ ۳۶۰ تنو نورو غوښتل چې یاده اداره کې نوم لیکنه وکړي.

له تېر یو کال راهیسې سازمانونه بلجیم کې د سرپناه د نشتوالي په هکله خبرداری ورکوي. د سپټمبر میاشتې په نیمايي کې د نړۍ ډاکټرانو، د بخښنې نړیوال سازمان او ځینو نورو سازمانونو د بلجیم لومړي وزیر ته د سرپناه ستونزې د هوارولو لپاره یو لړ وړاندیزونه کړي وو.

دوی له دولت څخه د یوه بېړني پلان د جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې وو چې دولت دې داسې یو قانون تصویب کړي چې له مخې به یې کډوال وکولی شي د شپږو میاشتو په موده کې له ګډو استوګنځیو څخه ووځي او شخصي کورونو ته لاسرسی ومومي... زیاته شوې وه چې حکومت باید ژمنه وکړي چې د کډوالو لپاره ۳۰۰۰۰ دایمي ځایونه پرانیزي.

بیا ولولئ: د بلجیم حکومت پناه غوښتونکو ته د مناسبو شرایطو د نه برابرولو له کبله محکوم شوی دی

د کارکوونکو کموالی

د بلجیم د هرکلي او سرپناه اداره یا فدازیل چې د روان کال له پیل راهیسې یې تر ۵۰۰۰ ډېر ځایونه پرانیستي دي او ۶۰۰ کسان یې په کار ګومارلي وایي چې د کارکوونکو له کموالي سره مخ ده. په وینا یې دغه وضعیت د دې سبب شوی دی چې د کډوالو د دوسیو د ارزولو موده نوره هم اوږده شي.

بل پلو بیا جسیکا بلومېرت وړاندیز کوي چې دولت دې د څو میاشتو لپاره د فدازیل، د بهرنیانو ادارې او د کورنیو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکو ته دنده وسپاري چې د سرپناه چارې پر مخ یوسي.

د پناه غوښتنې او کډوالۍ په چارو کې د دولت شورا کډوال نیوز ته وایي چې ټاکل شوې ده چې د عامه ادارو ۱۵۰ کارکوونکي به د لنډې مودې لپاره د کډوالو د استوګنځیو د پرانیستلو او چلولو په برخه کې کار وکړي.

سازمانونه دغه راز وایي چې د پناه غوښتونکو د هرکلي لپاره باید د اریان مرکز په څېر له هغو استوګنځیو څخه هم کار واخیستل شي چې پر اکراین د روسیې تر یرغل وروسته اکرایني کډوالو ته ځانګړی شوي وو. تېره اونۍ اریان مرکز کې د کم سن لرونکو کډوالو په ګډون یو شمېر پناه غوښتونکو ته پناه ورکړل شوه، خو یاد مرکز ډېر ژر له کډوالو ډک شو.

 

نورې ليکنې