د کډوالو کښتۍ اژه سمندر کې. انځور: پېکچر الاینز
د کډوالو کښتۍ اژه سمندر کې. انځور: پېکچر الاینز

د ترکیې سمندري ځواکونو پرون دوشنبه وویل چې په خپلو ساحلي اوبو کې یې تر ۴۲۰ ډېر کډوال ژغورلي دي. د چارواکو په حواله، دغه کډوال د یونان ساحلي ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو.

د ترکیې سمندري ځواکونو پرون دوشنبه د اکټوبر ۱۷مه وویل چې د یو لړ عملیاتو په پایله کې یې د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې ۴۲۴ کډوال ژغورلي دي. زیاته شوې ده چې دغه کډوال د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي دي.

چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د کډوالو لومړۍ ډله چې شمېر یې ۳۰۲ تنو ته رسېږي، د ازمیر ولایت د دیکیلي کلي په اوبو کې ژغورل شوې ده. دغه کډوال په ربړي بېړیو کې سپاره ول.

همدارنګه د ترکیې امنیتي ځواکونو د موګلا ولایت د داکا او بودروم کلیو په ساحلي اوبو کې د کدوالو یوه ۱۱ کسیزه ډله ژغورلې ده.

زیاته شوې ده چې ۸۷ تنه نور چې په یوه ربړي بېړۍ کې سپاره ول، د کوساداسي کلي په اوبو کې له ژغورل کېدو وروسته ایدین ساحل ته انتقال شوي دي.

د ساحلي ځواکونو قومندانۍ دغه راز د چناقلې د ایواچیک کلي اوبو کې د ۲۴ نورو کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی دی. په وینا یې دغه کډوال ترکي چارواکو له خپلو اوبو څخه په شا تمبولي وو.

بیا ولولئ: ترکیې خپلو ساحلي اوبو کې ۱۴۳ کډوال نیولي دي

دا په داسې حال کې ده چې یوناني چارواکو د تېرې شنبې په ورځ وویل د ترکیې امنیتي ځواکونو د کډوالو یوه ډله چې شمېر یې ۹۲ تنو ته رسېږي دې ته اړ کړې چې په لوڅ حالت کې یونان ته واوړي. د چارواکو په حواله دغه کسان چې د اوروس سیند له لارې په پلاستیکي بېړیو کې یونان ته اوښتي دي، د افغانستان، سوریې او پاکستان اوسېدونکي دي. 

د یادو کډوالو له قوله ویل شوي چې ترکي چارواکو دوی په درېو موټرو کې سرحدي سیمې ته انتقال کړي وو. دوی دغه راز پولیسو او د فرانتکس ادارې سرتېرو ته ویلي چې کښتۍ کې تر سپرېدو مخکې دې ته اړ کړل شوي وو چې خپل کالي وباسي.

بل پلو بیا د ترکیې د ولسمشر دفتر په یو لړ ټویټونو کې د دغې پېښې پړه پر یونان اچولې ده او یوناني چارواکي یې له کډوالو سره پر غیرانساني چلند تورن کړي دي.

بیا ولولئ: اژه سمندر کې ۶ کډوال ډوب شوي دي

 سازمانونو او رسنیو په وار وار پر یونان تور لګولی دی چې له ترکیې سره پر پوله یې له مهاجرو سره تاوتریخجن چلن کړی او کډوال یې له خپلې خاورې څخه په شا تمبولي دي. خو یونان تل دغه ادعاوې رد کړې دي. د سپټمبر میاشتې په پای کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ملګرو ملتونو کې پر یونان نیوکه وکړه چې اژه سمندر یې پر «قبرستان» بدل کړی دی.

 

نورې ليکنې