د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې هیواد يي د هغو افغانانو د منلو لپاره یو نوی پروګرام پیل کړی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته يي ژوند له ګواښ سره مخامخ وي. د دغه پروګرام له لارې به هره میاشت زر تنه افغانان او د هغوی کورنۍ جرمني ته ولیږدول شي.
رویټرز خبري آژانس لیکلي چې په دغه پروګرام کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالان، او هغه افغانان چې په رسنیو، عدالت، سیاست، کلتور، تعلیم، ورزش او یا نورو برخو کې د خپل فعالیت له امله ژوند يې په خطر کې وي، شاملیږي. د دې ترڅنګ هغه افغانان چې د خپل جنیست او مذهب له امله له تاوتریخوالي او ځورونې سره مخامخ وي هم کولای شي له دغه پروګرام څخه ګټه پورته کړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر او د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بئربوک د دغه پروګرام په اړه هوکړه کړې چې موخه يي له هغو خلکو سره بشري مرستې دي چې د طالبانو له واکمنۍ لاندې يي ژوند له ګواښ سره مخامخ وي.
نانسي فیزر په دې اړه وویل:« مونږ د خپلو بشردوستانه مسولیتونو پر اساس عمل کوو او د منلو په اړه د ټاکل شویو معیارونو پر اساس مونږ کولای شو هغو افغانانو ته محافظت وړاندې کړو چې له خطر سره مخامخ وي»
نور ولولئ: په زرونو افغانان د کورنیو د الحاق له پاره د جرمني ویزو ته انتظار باسي
جرمني به د مدني ټولنې له سازمانونو سره په ګډه کار وکړي ترڅو د دغه بشردوستانه پروګرام له لارې ۳۷ زره افغانان او د هغوې کورنۍ جرمني ته ولیږدوي. چې په دی کې ۲۴ زره يي د جرمني افغان محلي همکاران او د هغوې کورنۍ شامل دي.
بل پلو بیا په جرمني کې د کډوالۍ د ملاتړ سازمان « پرو ازول» د حکومت پر دغې پریکړې نیوکه کړې او دغه کار د افغانانو د منلو په برخه کې کافي نه دی بللی.
د یاد سازمان مشر ګونتر بورکهارت د افغانانو د منلو شمیر کم بولي. نوموړی رسنیو ته ویلي هغه خلک چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کې کار کوي له ډیرو فشارونو سره مخامخ کیږي او دغه شمیر خلکو منل د هغوې په پرتله ډیر کم دی.