لسګونه افغان خبریالانو په اسلام اباد کې د اعتراض په ډول له لویدیځو هیوادونو غواړي چې د پناه غوښتنې دوسیو ته يي رسیدنه وکړي. ۱۸ جولای ۲۰۲۲. اسلام اباد. انځور: AFC
لسګونه افغان خبریالانو په اسلام اباد کې د اعتراض په ډول له لویدیځو هیوادونو غواړي چې د پناه غوښتنې دوسیو ته يي رسیدنه وکړي. ۱۸ جولای ۲۰۲۲. اسلام اباد. انځور: AFC

په فرانسه کې د خبریالانو ملي سندیکا (SNJ) وايي چې د طالبانو له واکمنۍ ۱۴ میاشتې وروسته، لاهم افغان خبریالان، هنرمندان او د مدني ټولنې فعالان په کور دننه او ګاونډیو هیوادنو کې له سخت وضعیت سره مخامخ دي. دغه سندیکا له دولت څخه غوښتي چې د افغان خبریالانو د تخليي په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د فرانسې د خبریالانو دغه ملي ټولنه په یوه اعلامیه کې چې د اکتوبر په ۱۴ مه خپره شوې، افغانانو په ځانګړي ډول خبریالانو ته د ویزو ورکولو ګړندۍ او پیچلې پروسې، دریمو هیوادونو ته د دوې د تګ د مجبوریت او د دوې د الوتنې د لګښت او نورو ستونزو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې د ولسمشر امانویل مکرون له ژمنې خلاف دغه ستونزې لا ډیرې شوې دي.

له دې وړاندې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ژمنه کړې وه چې د افغان خبریالانو په ګډون د هغو افغانانو تخلیلي ته به داوم ورکړي چې ژوند يي په افغانستان کې له ګواښ سره مخامخ وي.

یاد سازمان توانیدلی چې تر دې مهاله ۶۴ افغان خبریالان او د دوې کورنۍ له افغانستان څخه فرانسې ته راولي او ۳۰ تنه نور چې دوې سره په لیست کې و، کاناډا، جرمني او نورو هیوادونو ته يي د لیږد زمینه برابره کړې.

خو د خبریالانو دغه بنسټ وايي چې ګڼ شمیر افغان خبریالان اړ شوي چې ګاونډیو هیوادونو ته د فرانسې د ویزې د اخیستلو په هیله ولاړ شي. د خبریالانو د غه ټولنه وايي چې ۱۷۴ تنه پاکستان او ۸۱ تنه نور په ایران کې د ویزو لپاره انتظار باسي چې د دوې په خبره په دې وروستیو کې په تهران کې د ځینو د ویزو د غوښتنې ملاقاتونه هم لغوه شوې دي.

نور ولولئ: فرانسه: له افغانستان څخه ټولټال ۲۶۰۰ کسان افغان را ایستل شوي

د SNJ خبریالان په هغه ناسته کې چې د فرانسې په لیون ښار کې جوړه شوې وه ویلي: « زمونږ همکاران او همکارانې شکنجه شوي، او د طالبانو له ویرې له خپلو کورونو پټ شوي او سلګونه نور په داسې یو ملک کې چې له لوږې سره مخامخ دی له دندو محروم شوي.»

د سندیکا په اعلامیه کې زیاته شوې، ښځینه خبریالانې چې ډیر کم شمیر يي په دې توانیدلي چې هیواد پریږدي، په لومړۍ کرښه کې دي چې وهل شوې، زورول شوې او ګڼو نورو ګواښونو سره مخامخې شوې چې له هیواده د وتلو لپاره د حل لاره نه لري.

د خبریالانو دغه بنسټ په دې برخه کې د فرانسې اقدامت کافي نه بولي او وايي چې د ګاونډیو هیوادونو په پرتله په دې برخه کې لازم کار نه دی شوی. دوې وايي چې دولت باید په دې برخه کې خپل اقدامات چټک او پر خپلو ژمنو ته په ځانګړي ډول له خبریالانونه سره عمل وکړي.

 

نورې ليکنې