برېتانیا ته رسېدلي کډوال. انځور: پېکچر الاینز
برېتانیا ته رسېدلي کډوال. انځور: پېکچر الاینز

د برېتانیا چارواکي وایي چې د تېرې سه شنبې په ورځ تر ۵۰۰ ډېر کډوال د انګلیس کانال له لارې دغه هېواد ته اوښتي دي. په ورته مهال فرانسوي چارواکي یاد کانال کې د ۴۸ کډوالو د ژغورلو خبر ورکوي.

د برېتانیا چارواکي وایي چې د تېرې سه شنبې په ورځ یې ۵۰۲ تنه کډوال چې په ۱۲ کښتیو کې سپاره ول د دغه هېواد له ساحلي اوبو څخه د برېتانیا د دوور ښار بندر ته انتقال کړي دي. 

د برېتانیا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، تېره اونۍ ۲۳۷۴ کډوال په دې بریالي شول چې د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانوي سواحلو ته ورسوي. دغه وزارت زیاته کړې ده چې یوازې د اکټوبر په ۱۲مه تر ۸۵۰ ډېر کسان برېتانیا ته اوښتي وو.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: د برېتانیا ساحلي ځواکونو تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال نیولي

د رسمي شمېرو پر اساس، په روانه اکټوبر میاشت کې ۴۵۶۹ کسان له انګلیس کانال څخه په تېرېدو بریالي‌ شوي دي. په جولای کې ۳۶۰۰ خو په سپټمبر کې بیا ۵۰۰۰ تنه کډوال برېتانیا ته اوښتي وو.

د چارواکو په حواله،‌ سږ کال تر دې دمه ۳۶۴۶۳ کډوال توانېدلي چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوړي چې دا شمېرې د تېر پوره کال په پرتله زیاتوالی ښيي. تر دې دمخه د برېتانیا د پارلمان په یوه راپور کې راغلي‌ وو چې ښایي د کال تر پایه پورې دغه هېواد ته د اوښتونکو کډوالو شمېر ۶۰ زرو تنو ته لوړ شي.

د یادولو ده چې د روان کال په جون میاشت کې د برېتانیا حکومت غوښتل چې له رونډا سره د تړون پر اساس د کډوالو لومړۍ ډله دغه افریقایي هېواد ته واستوي، خو د اروپا د بشري حقونو محکمې د جون په ۱۵مه دغه پرواز لغوه کړ او د برېتانیا له قضایي ارګانونو څخه یې د یاد تړون د بیا ارزولو غوښتنه وکړه.

بیا ولولئ: د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو تګ ادامه لري

۴۸ کډوال ژغورل شوي

بل لور ته فرانسوي چارواکي‌ وایي چې د تېرې سه شنبې په ورځ یې انګلیس کانال کې د دوو عملیاتو په پایله کې ۴۸ کډوال ژغورلي دي.

د مانش او شمالي‌ سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د کډوالو لومړۍ ډله چې شمېر یې ۴۲ تنو ته رسېږي د دنکرک په اوبو کې وژغورل شوه. لږ وروسته بلیریوت ساحل ته نږدې ۶ تنه نور کډوال وژغورل شول.

ژغورل شوي کډوال کالې بندر ته تر انتقال وروسته روغتیایي کارکوونکو او سرحدي پولیسو ته سپارل شوي‌ دي.

 

نورې ليکنې