له افغانستان څخه ترکیې او بیا له هغه ځایه اروپايي هیوادونو ته په قاچاقي لارو د افغان کډوالو راتګ یوه نوې خبره نه ده، خو په دې وروستیو کې پر دغو خطرناکو لارو د افغان ځوانانو شمیر ډیر شوی. ګڼ شمیر ځوانان پر دغو لارو خپل ژوند له لاسه ورکوي او د انساني قاچاقچیانو ښکار ګرځي. حتی پر دښتو او غرونو د ځینو د مړي او ژوندي په اړه هیڅ خبر نه وي.
کډوال نیوز له هغه ۲۴ کلن افغان ځوان سره خبرې کړي چې د شپې په تپه تیاره کې پر دښتو او غرونو پیاده مزل کړی او له نیمروز څخه يي ځان د پاکستان بلوچستان او بیا له هغه ځایه ایران ته رسولی. محمد* درې ځلې هڅه کړې چې د ایران له پولې ترکیې ته واوړي، خو د پولیسو لخوا بیرته ګرځول شوی چې وروسته بیا بریالی شوی چې د کانتینر موټر په وسیله ځان ترکیې ته ورسوي. نوموړی له استانبول څخه د ۹۵۰۰ یورو په بدل کې د سمندر له لارې ایټالیا او بیا له هغه ځایه فرانسې ته راغلی.
دا چې نوموړی څه ډول د قاچاقبر په مرسته دغه اوږد سفر تنظیم کړی، د ایراني او ترکیې پولیسو ناوړه چلند، په سرحدونو کې پیاده مزل او د ګڼو نورو ستونزه په اړه خپله کیسه داسې کوي.
له نیمروز څخه د سفر پیل
«د طالبانو له واکمنۍ دوه میاشتې وروسته اړ شوم چې کابل څخه نیمروز ته ولاړ شم. په نیمرزو کې د کډوالو قاچاق یوه عادي خبره ده او په مسافر خانو کې يي آزاد کاروبار کیږي. یوې مسافر خانې کې مې د شپې له تیرولو وروسته، له قاچاقبر سره خبرې وکړي تر څو ما ایران ته ورسوي. راته يي وویل: «په ۱۰ میلیونه تومن دې تهران ته بیایم او پیاده مزل ډیر کم دی». ما وویل چې دا پیسې ډیرې دي. خو بلاخره په ۷ میلیونه تومن سره جوړ راغلو او راته يي وویل چې تهران ته له رسیدو سره سم باید پیسې راکړې.
زما نه مخکې يي له نور مسافرو سره هم خبرې کړې وې. د سهار په لس بجو کورلا ډوله موټر راغلی او په هر موټر کې ۶ او ۷ کسان کیناستو او له ښار نه يي د باندې یو «سرای» ته بوتلو. په سرایونو کې د هر قاچاقبر د مسافرو ډله بیله وه. زمونږ د قاچاقبر ۳۷ کسیزې ډلې پسې یو یوسیټه داټسن موټر راغی او دوه نفره يي مخکې سیټ او ۳۵ تنه يي د موټر په شا کې ځای پر ځای کړو او د پاکستان بلوچستان خواته مو سفر پیل کړ.
له دوه درې کیلومتره فاصلې وروسته طالبانو موټر ودراوه او له هر مسافر څخه يي یو میلیونه تومن واخیست. په خامه سړک او دښتو کې له ۷ ساعته مزل وروسته د پاکستان خاورې ته د ننه شو. هلته يي د بلوچستان په یوه سیمه کې ښکته او تر خیمو لاندې يي پټ کړو. مونږ ته يي و ویل چې بل کس تاسې پسې راځي. له یوې شپې او ورځې وروسته یو داټسن موټر راغی او د ایران پولې خواته مو حرکت وکړ. پر لار د پاکستان په خاوره کې غله مونږ پسې راووتل او زمونږ پیسې، ساعتو او نور څه يي له مونږ څخه واخستل او بیرته يي خوشي کړو.»
د ایران پر لور سفر
«د پاکستان او ایران پر پوله موټر په وچه دښته کې د شپې په تیاره کې په ډیر سرعت روان و او هره لحظه د موټر د چپه کیدو امکان و. پاکستاني پولیسو موټر ودراوه خو بیرته يي خوشي کړو. بلاخره د ایران خاورې ته دننه شو او ایرانشهر کې ساربان دمويي غرنی او سرحدي سیمې ته د شپې درې بجې ورسیدو. هلته مې ولیدل چې د دواړو هیوادونو پر پوله د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه مسافر د قاچاقبر پر تمه ول.
له دغه ځایه مو د ماښام په اوه بجو د بل قاچاقبر په مرسته له ۲۰۰ نورو مسافرو او کورنیو سره یوځای پیاده مزل پیل کړ. قاچاقبر وویل:«که پولیس او غله مو مخې ته راغلل باید و نه دریږي ځکه مونږ تاسو ته انتظار نه شو کولای.»
د ایراني پولیسو برید
«سهار پنځه بجې وې چې د ساربان په غرنۍ سیمه کې ایراني پولیس زمونږ مخې ته راووتل او پر مونږ يي ډزې وکړې. ټول خواره واره او یو له بل نه جلا شو. په لږه فاصله کې بیرته وتوانیدم چې له نورو مسافرو سره یوځای شوم. یوازې ۴۷ کسان پاتي شو او نور مسافر د پولیسو لخوا و نیول شول. ورځ مو په غره کې په ویره او سړه هوا کې تیره کړه او قاچاقبر سره مو اړیکه و نیوله او د مرستې غوښتنه مو وکړه. مونږ ته يي ویل چې نفر درلیږو. له ډیر ځنډ وروسته یو کس راغی او مونږ له ډاره نه شوای کولای ورسره خبرې وکړو.
له دې ځایه يي سړک ته بوتلو او په دریو موټرو کې مو د ایرانشهر ښار خواته حرکت وکړ او تر یوه پل لاندې يي ښکته کړو. له هغه ځایه يي یو کورته بوتلو او بیا مو کرمان ښار خواته خپل سفر ته دوام ورکړ. شپه وه او د پولیسو له پوستې نه مو لاره چپه کړه چې ناڅاپه ایراني پولیسو ولیدلو او زمونږ پر موټر يي ډزې پیل کړې. موټر په خامه سړک کې په ۱۴۰ کلیومتره سرعت کې روان و او د پولیسو موټر زمونږ پسې و. زمونږ موټر د یوې غونډې تر شا ودرید ترڅو خپل ټایر چې پانچر و بدل کړي. بلاخره کرمان ښار او له هغه ځایه يي تهران ته ورسولو.
ټولټال په اوه اته ورځو کې مې وشو کولای چې له افغانستان څخه تهران ته ورسیږم. تهران کې قاچاقبر یو کور کې پټ کړو او کله چې مو پیسې ورکړې نو د ښار په یوه ساحه کې يي خوشي کړو او مونږ ته يي وویل:« دا تهران ښار دی».
له تهران څخه تر استانبول پورې
«له هماغه قاچاقبر سره چي تهران ته يي ورسولم خبرې وکړې ترڅو ترکیې ته مې بوځي. په ۱۳۰۰ ډالره سره جوړ شو. درې ځلې مې په بیلابیلو لارو هڅه وکړه چې د ترکیې خاورې ته د ننه شوم خو د ترکیې پولیسو لخوا بیرته ایران پولې ته وګرځول شوم.
په لومړي ځل قاچاقبر راته وویل چې د تهران آزادي برج سره راشه. له هغه ځایه ۱۲ کسان يي په موټر کې ځای پر ځای کړ او د «خوی» ښار لورې ته مو حرکت وکړ تر څو د ترکیې پولې ته ځان ورسوو. اته ساعته وروسته تبریز ښار ته ورسیدو او په یو بل موټر کې يي خوی ښار ته ورسولو. له هغه ځایه يي ترکیې پولې ته نږدې یوه غرنۍ سیمه کې بل قاچاقبر ته تسلیم کړو.
ماښام ۸ بجې مو له ۸۰ نورو مسافرو سره یوځای د ترکیې پولې خواته حرکت وکړ او د دریو کسانو لخوا زمونږ لارښوونه کیده. د شپې ۱۲ بجې سرحد ته ورسیدو او په لومړي ځل مو د ترکیې اغزن ښارونه ولید. قاچاقبرانو مونږ خوشي کړو او راته يي وویل چې تاسو له پولې تیرشئ. پر پوله اغزن تارونه لیږیدلي و. کله چې پولې ته نږدې شو د یو کانال په ساحه کې د ترکیې د پولیسو لایزري څراغونه زمونږ په سترګو و لګیدل. بیرته مو قاچاقبر سره اړیکه و نیوله او ورته مو وویل چې د ترکیې پولیس ولیدلو. مونږ ته يي وویل حرکت وکړئ او ستونزه نشته. له کانال او اغزن تارونو واوښتو چې زمونږ ځینې ملګري سخت ټپیان هم شول.
د ترکیې له پولې له اوښتو سره سم د ترکیې سرحدي پولیسو و نیولو او زمونږ موبایلونه او پیسې يي هم واخیستې خو ما خپل موبایل یو ماشوم سره پټ کړی و. شپه يي په سړه هوا کې وساتلو چې ماشومان او کورنۍ هم له مونږ سره ول او سهار يي بیرته له پولې څخه د ایران خاورې ته واړولو. بیرته مو قاچاقبر سره اړیکه ټینګه شوه او دا ځل مو په بله لاره ترکیې ته د اوښتو هڅه وکړه.
دا ځل مو د ایران د چالدران ښارګوټي له لارې هڅه وکړه چې په مجموع کې ۷۰۰ مسافر و، خو پر پوله د ترکیې پولیسو لخوا پر مونږ ډزې وشوې. ځینې مسافر ترکیې ته واوښتل خو ګڼ شمیر نور بیرته ایران خاورې خواته ولاړل. زه هم و ډار شوم او له دغې سرحدي سیمې بیرته تهران ته ولاړم.»
د ټیلر موټر له لارې ترکیې ته اوښتل
«په تهران کې څلور میاشتې پاتې شوم او زما پلار له بل قاچاقبر سره خبرې وکړې ترڅو د ماکو ښار د ګمرک له لارې ما ترکیې ته انتقال کړي. ۱۶۰۰ ډالره مو خبرې وکړې او ماکو ښار کې په یوه سرای کې له ۱۵ نورو مسافرو سره یوځای شو چې وروسته بیا یو خالي ټیلر موټر راغی. د موټر د کابین په وروستۍ برخه کې يي پنځه کسان ودرلو او زمونږ مخامخ يي یوه تښته نصب کړه. ځای مو ډیره تنګه وه چې حتی ځان مو هم نه شو خورولای. د ماښام اوه بجې موټر حرکت وکړ او سهار پنځه بجې يي د ترکیې په ختیځ کې د یو ښار په ګمرک کې يي ښکته کړو. له هغه ځایه مو لاره چپه کړه او پر بله لاره ترکیې ته واوښتو. پر پوله د دیواله وغورځیدم او پښه مې سخته ژوبل شوه. سرحدي پولیسو و نیولو او بیا د درملنې لپاره د ترکیې د «دغوبایزید» ښار روغتون ته واستول شوم. ډاکټرانو ویل چې باید ۲۵ ورځې بستر شوم خو پولیسو په زور سره د اخراج مرکز« ډیپورټ مرکز» کې يي بند کړم. بلاخره د خپل ورور په مرسته او د افغانستان سفارت په ضمانت خوشي شوم تر څو خپله درملنه وکړم. له هغه ځایه مې استانبول ته ځان ورساوه.»
له ترکیې څخه د فرانسې پر لور
«په استانبول ښار کې د یوې مودې له تیرولو وروسته د یو ملګري په مرسته مې له قاچاقبر سره تر ایټالیا پورې په ۹۵۰۰ یورو خبرې وکړې. قاچاقبر د استانبول له آقسرای سیمې نه له نورو مسافرو سره په ۱۵ کیلومتره فاصله کې یو ځنګل ته ورسولو. له هغه ځایه ۸۷ تنه يي په یو کانتینر ډوله موټر کې بند کړل او ازمیر ښار کې يي ښکته کړ. له هغه ځایه د یو عراقي او کردي قاچاقبر په مرسته په یوه غرنۍ سیمه کې له دوو ورځو پیاده مزل وروسته د سمندر غاړې ته ورسیدو.
دلته مونږ ټول مجردان د سهار لخوا په یوه کښتۍ کې ځای پر ځای شو چې درې کپیټان هم مونږ سره و او په سمندر کې مو خپل سفر پیل کړ. له دوه نیم ساعته مزل وروسته د یونان اوبو ته ورسیدو. کښتۍ کې د خلکو تعداد خورا زیات و او د سمندر د اوبو له څپو سخت ډار شوي و.
په څلورو شپو کې د ایټالیا اوبو ته ورسیدو چې له هغه ځایه قاچاقبران بیرته په وړه کښتۍ کې وګرځیدل او مونږ خپل سفر ته ادامه ورکړه. وروسته بیا یوه لویه ایټالوۍ کښتۍ مونږ پسې راغله او ټول يي وچې ته انتقال کړل او له هغه ځایه د ایټالیا په «کزنتزا» ښار کې د کډوالو یو کمپ ته ولیږدول شو. په کمپ کې له ۷ شپو وروسته پولیسو زمونږ د ګوتو نښې ثبت کړې او بیرته يي ښار کې خوشي کړو. له هغه ځایه میلانو ښار او بیا د فرانسې سرحد څخه تیر شوم او پاریس ته مې ځان ورساوه.
اوس څه باندې یوه میاشت کیږي چې په پاریس کې مې د پناه غوښتنه کړې خو دا چې په ایټالیا کې يي زما د ګوتو نښې ثبتې کړي نو دوسیه مې د دوبلین د مقررې پر اساس څیړل کیږي او باید ډیره موده انتظار وباسم ترڅو وشم کولای په عادي ډول د پناه غوښتنې دوسیې ته مې رسیدنه وشي.»
* مستعار نوم