مانش کانال کې د بریتانیايي ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: پېکچر الاینز
مانش کانال کې د بریتانیايي ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: پېکچر الاینز

برېتانوي چارواکو پرون چهارشنبه وویل یوه ۳۱ کلنه البانیایۍ یې د انګلیس کانال له لارې په وړو کښتیو کې برېتانیا ته د کډوالو قاچاق ته د زمینې د برابرولو په تور نیولې ده.

له جرایمو سره د مبارزې ادارې پرون چهارشنبه د انساني قاچاق په تور د یوې ۳۱ کلنې البانیایۍ د نیولو خبر ورکړ. پر دغې مېرمنې تور دی چې په کوچنیو کښتیو کې یې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو د انتقال زمینه برابروله.

د برېتانیا د جرایمو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر جک بیر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې دغه مېرمنه د استخباراتي معلوماتو پر اساس نیول شوي دي. هغه زیاته کړې ده: «قاچاق وړونکو یوازې پیسو ته اهمیت ورکوي، دوی د کډوالو د خوندیتوب پروا نه کوي.»

په ورته مهال د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې سویلا برېورمن چې پرون یې استعفا ورکړه ویلي دي: «دغه عملیات ښيي چې د برېتانیا حکومت ژمن دی چې هغه جرمي ډلې چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو د ننوتو زمینه برابروي محکمې ته ور وپېژني».

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ مخکې د اسپانیا امنیتي ځواکونو د برېتانیا د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې او د اسپانیا د ژاندارمري سره په ګډو عملیاتو کې د «یوې مهمې جرمي ډلې» د ۷ غړو د نیولو خبر ورکړی و.

اسپانیایي چارواکو ویلي وو چې یادې ډلې د اسپانیا له شمالي سیمې څخه یې د انګلیس کانال له لارې کډوال برېتانیا ته انتقالول او له هر یو کس څخه یې ۳۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ یورو پورې پیسې اخیستلې. امنیتي ځواکونو له نیول شویو کسانو څخه موبایلونه، کمپویترونه، کرېدېت کارتونه، پیسې او د هویت اسناد هم ترلاسه کړي وو.

د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتونکو البانیایي کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره هم مهاله برېتانیا له البانیا سره د ناقانونه مهاجرو د ایستلو تړون لاسلیک کړی. د رسمي شمېرو له مخې، د روان کال د اګست میاشتې تر پایه پورې ۲۱۶۵ البانیایان د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي. تېر کال ۸۱۵ البانیایي کدوالو د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي وو.

د برېتانوي چارواکو په حواله سږ کال تر دې دمه ۳۷۵۷۰ کډوال په دې بریالي شوي دي چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوړي. د تېرې سه شنبې په ورځ تر ۵۰۰ ډېر کډوال چې په ۱۲ کښتیو کې سپاره ول د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوښتل.

 

نورې ليکنې