له انګریز چینل څخه د یوې کورنۍ ژغورل چې ګمان کیږي افغانان دي. انځور: له ویډیو څخه اخیستل شوی. کریدت RNLI
له انګریز چینل څخه د یوې کورنۍ ژغورل چې ګمان کیږي افغانان دي. انځور: له ویډیو څخه اخیستل شوی. کریدت RNLI

یوه مرستندویه کښتۍ چې د انګریز چینل په سمندر کې د انسانانو د ژغورلو دنده لري داسې یوه غمجنه ویډیو خپره کړې چې په کې د یوې ۱۴ کلنې نجلۍ په ګډون یوه کورنۍ له سمندر څخه ژغوري. په ویډیو کې د ژغورلو پر مهال د کورنۍ ځینې غړي په فارسي خبري کوي چې ګمان کیږي افغانان دي.

په دغه بوږنوونکي ویډیو کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، لیدل کیږي چې د RNLI په نوم د یوې بریتانوۍ مرستندویه سازمان د کښتۍ کارکوونکي له سمندر څخه د یوې څلور کسیزې کورنۍ او یوې نجلۍ د ژغورلو په حال کې دي او له یوه ژغورل شوي کس څخه غواړي چې ساه و باسي.

بریتانیا ته د تلو پر لار ځینې دغه کډوال له سمندر څخه د ژغورلو پر مهال سخت ډار شوي وي او ځینې بیا ژاړي او دعاوې کوي. په ویډیو کې یو د یادې کورنۍ یو ژغورل شوی کس د کورنۍ بل غړي ته په فارسي وايي:« مه ویده کیږه، مه ویده کیږه! ویښ شه!». ژغورونکي کسان بیا له دوې غواړي چې ویښ پاتي شي.

د یاد مرستندویه سازمان مسولین ویلي چې بریتانیا ته له رسیدو سره سم دغه کورنۍ او ۱۴ کلنه نجلۍ يي د درملنې لپاره اړوندو مسولینو ته سپارلی. بي بي سي د دغه سازمان د ویاند له خولې لیکلي چې له کښتۍ څخه د ژغورل شویو له ډلې یو تن هم ډیر نه دی ژوبل شوی.  

د RNLI د کښتۍ یو کارکوونکی په یوه راپور کې ویلي چې د مسافرو کښتۍ داسې جوړ وي چې ښځې، ماشومان او نارینه یوازې د یوې نرۍ تښتې د پاسه ځای پر ځای شوي وي او په سمندر کې د حرکت په حال کې وي.

نوموړی وايي کله چې دغه خلک د ژغورونکي کښتۍ خواته د ژغورلو لپاره کش کاږي نو دا تر ټولو وحشتناکه حالت وي. د مرستندویه سازمان دغه رضاکار وايي چې داسې حالت مې ولید چې انسانان یو د بل د ژغورلو هڅه کوله، داسې زړې ښځې مې ولیدلې چې د ژغورلو لپاره يي د دعا لاسونه پورته کول.

نوموړی زیاته کړه:« یو شمیر نور بیا په ټپي حالت کې مونږ ته راځي چې ځینې خپل لاسونه له لاسه ورکړي وي. زړې او بارداره ښځې مونږ ته راځي.»

نور ولولئ: انګلیس کانال: تر پنځه سوه ډېر کډوال برېتانیا ته اوښتي دي

د RNLI سازمان د ژغورلو کښتۍ مشر سایمن لینګ وايي:« پوهیږو چې زمونږ د عملي په ملاتړ کې نور ډیر څه باید ترسره شي چې له دې سره به زمونږ هر کارکوونکي د ژوند په ژغورلو کې خپل اصلي هدف ته ورسيږي.»

د یادولو ده چې له فرانسې څخه بریتانیا ته د انګریز تنګي له لارې په ناقانونه کښتیو کې د کډوالو د تګ شمیر تر پخوا خورا ډیر شوی. د رسمي شمیرو له مخې د کال له پیل څخه له ۳۷ زرو څخه ډیر خلک پر دغه سمندري لاره بریتانیا ته رسیدلي.

 

نورې ليکنې