د اسلام آباد د سترې محکمې مشر قاضي پرون پنجشنبه فرمان ورکړ چې د پاکستان حکومت دې هغه افغانانو ته تابعیت ورکړي چې په دغه هېواد کې زېږېدلي دي.
د اسلام آباد د سترې محکمې مشر قاضي اطهر من الله د پنجشنبې په ورځ حکم صادر کړ چې حکومت دې پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته د زېږېدنې سند پر اساس تابعیت ورکړي.
نوموړي دا فرمان د فضل حق په نامه د یو ۲۴ کلن افغان چې په پاکستان کې زېږېدلی د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنې په ځواب کې ورکړی دی.
د فضل حق مدافع وکیل عمر عجاز ګیلاني محکمې ته ویلي دي چې موکل یې ۲۴ کاله په پاکستان کې تېر کړي خو تر اوسه تابعیت نه لري. د ښاغلي ګیلاني له قوله ویل شوي دي چې د موکل غوښتنه یې پخوا رد شوې وه.
د سترې محکمې مشر قاضي ویلي دي چې ټول هغه افغانان چې په پاکستان کې په یوه مهاجره کورنۍ کې زېږېدلي وي او د زېږېدنې تصدیق پاڼه لري کولی شي چې د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.
محکمې دغه راز د پاکستان کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د اکټوبر تر ۲۸ پورې د فضل حق د تابعیت حقوقي پروسه بشپړه کړي او محکمې ته دې د نوموړي د دوسیې په هکله راپور ورکړي.
بل پلو د کورنیو چارو وزارت محکمې ته ویلي دي چې ډېر ژر به د دغه افغان کډوال د زېږېدنې سند ارزوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې دا مهال څه باندې ۲،۸ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې اوسېږي چې له دې ډلې ۱،۵ میلیونه یې له دولت سره راجسټر دي.
د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو سره ګڼ شمېر افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول. داسې ګومان کېږي چې له تېر یو کال راهیسې لږترلږه ۳ لکه افغانان پاکستان ته تللي دي.
څه باندې څلوېښت کاله مخکې افغانستان کې سیاسي بدلون د دې سبب شو چې په میلیونونو افغانانو پاکستان ته کډه وکړي. له هغه وخت راهیسې پاکستان کې د افغان کډوالو په کورنیو کې سلهاوو زره ماشومان زېرېدلي دي، خو دوی تر اوسه د دغه هېواد تابعیت نه لري.