کډوال د چک او سلواکیا پر پوله. انځور: پېکچر الاینز، واسلاو سالېک، سپټمبر ۲۰۲۲
کډوال د چک او سلواکیا پر پوله. انځور: پېکچر الاینز، واسلاو سالېک، سپټمبر ۲۰۲۲

د سلواکیا د کورنیو چارو وزارت رسمي شمېرې ښيي چې د اکټوبر میاشتې له ۱۰ تر ۱۸مې پورې تر ۴۳۰ ډېر سند نه لرونکي کډوال د بالکان په دغه هېواد کې نیول شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د سلواکیا امنیتي ځواکونو د روانې اکټوبر میاشتې له ۱۰ تر ۱۸مې پورې ۴۳۵ سند نه لرونکي کډوال نیولي دي. همدارنګه دوه قاچاق وړونکي د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د سلواکیا د کورنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ د سپټمبر له ۲۹مې د اکټوبر تر ۱۷مې پورې دغه هېواد کې د نیول شویو کډوالو شمېر کابو ۱۶۱۵ تنو ته رسېږي. چارواکو په همدغه موده کې د ۲۶ قاچاق وړونکو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې د اکټوبر په ۱۷مه د مراکش او مصر پنځه اوسېدونکي د ډوبلین مقرراتو پر اساس بېرته بلغاریا ته استول شوي دي.

بیا ولولئ: د کډوالو د څپو مخنیوی: چک جمهوریت له سلواکیا سره پر پوله نور سرتېري استوي

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د سلواکیا سرحدي ځواکونو توانېدلي دي چې د بالکان پر لار د کډوالۍ کړکېچ ته مناسب ځواب ورکړی. د خبرپاڼې له مخې، د سلواکیا امنیتي سرتېري په ورځني ډول د هنګري له امنیتي ځواکونو سره ګډې ګزمې کوي ترڅو د ناقانونه کډوالو مخه ونیسي.

له تېرو څو میاشتې راهیسې د بالکان له لارې اروپا ته د راتلونکو کډوالو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی چې له امله یې د بالکان ځینو هېوادونو پر خپلو پولو امنیتي تدابیر ډېر کړي دي.

بیا ولولئ: ولې د بالکان پر لاره د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی؟

د اروپا پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس په حواله، یوازې په اګست میاشت کې ۱۵۹۰۰ کډوالو هڅه کړې چې د بالکان هېوادونو له لارې اروپا ته ځان ورسوي. په وینا یې دا شمېرې د تېر کال په پرتله ۱۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي. فرانتکس زیاتوي چې ډېری دغه کډوال د سوریې، افغانستان او ترکیې اتباع دي.

 

نورې ليکنې