اژه سمندر کې د یوناني ځواکونو کښتۍ. ارشیف انځور: پېکچر الاینز
اژه سمندر کې د یوناني ځواکونو کښتۍ. ارشیف انځور: پېکچر الاینز

یوناني چارواکي وایي چې نن جمعه د اکټوبر ۲۱مه یې د یونان په سوېلي اوبو کې ۷۵ تنه کډوال ژغورلي دي. د دغو کډوالو کښتۍ د هوا د خرابو حالاتو له کبله سمندر کې له ستونزو سره مخامخ شوې وه.

د یوناني سمندري ځواکونه وایي چې نن جمعه د اکټوبر ۲۱مه یې د دغه هېواد په ساحلي‌ اوبو کې د کډوالو یوه بادبان لرونکې کښتۍ ژغورلې ده.

دغه کښتۍ سمندر کې د هوا د خرابو حالاتو له کبله د پوپلونز سیمې په اوبو کې له ستونزو سره مخامخ شوې وه.

چارواکو ویلي دي چې د عملیاتو له پیل وروسته یې د کډوالو کښتۍ یو یوناني بندر ته انتقال کړې او ژغورل شویو کسانو ته یې روغتیایي خدمات برابر کړي دي. په دغه کښتۍ کې د ۶ ښځو په ګډون ۷۵ مهاجر سپاره ول.

بیا ولولئ: د یونان او ترکیې پر پوله ۹۲ کډوال په لوڅ حالت کې موندل شوي دي

هر کال د افریقا، اسیا او منځني ختیځ زرګونه اوسېدونکي هڅه کوي چې اروپایي ټولنې ته د رسېدو په موخه یونان ته واوړي. ډېری دغه کسان په ربړي او یا نورو کښتیو کې له ترکیې څخه ځانونه یونان او یا ایټالیا ته رسوي. خو دغه سمندري لارې له خطرونو ډکې وي.

د اکټوبر میاشتې په لومړیو ورځو کې یوناني‌ اوبو کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له کبله لږترلږه ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د بشري حقونو سازمانونو او رسنیو په وار وار پر یونان تور لګولی دی چې له ترکیې سره پر پوله یې له مهاجرو سره تاوتریخجن چلن کړی او کډوال یې له خپلې خاورې څخه په شا تمبولي دي. خو یونان تل دغه ادعاوې رد کړې دي.

 

نورې ليکنې