د صربیا او هنګري تر منځ سرحد. کرېډېټ: رویترز
د صربیا او هنګري تر منځ سرحد. کرېډېټ: رویترز

د هنګري چارواکي وایي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د روان کال له پیل راهیسې څه باندې ۲۱۵ کډوال نیولي دي. دا هغه کسان دي چې له قانوني اسنادو پرته یې هنګري ته د ننوتو هڅه کړې ده.

د هنګري چارواکو د تېرې جمعې په ورځ (د اکټوبر ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۲۵۰ زره غیرقانوني کډوال نیولي دي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې چارواکو دغه راز د ۱۵۰۰ قاچاق وړونکو پر وړاندې جرمي قضیې پرانیستې دي.

د هنګري د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیر پیتر سزییارتو د بالکان پر لاره د کډوالو شمېر د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ سره پرتله کړی دی. نوموړي پر کډوالو د تاوتریخوالي تور لګولی دی او ویلي یې دي چې دمګړۍ «وسله وال کډوال پر یو بل ډزې کوي او د هنګري ځواکونو او پوله ساتونکو ته ګواښ پېښوي.»

هغه له اروپایي ټولنې څخه د لوېدیځ بالکان له هېوادونو سره د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې یاده ټولنه دې کډوالو ته دا روښانه کړي چې اروپا ته له تګ څخه ډډه وکړي.

بل پلو د هنګري امنیتي سلاکارې ګیورګي باکوندي ویلي دي چې سږ کال تر دې دمه دغه هېواد ته د ننوتونکو کډوالو په شمېر کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ډېروالی راغلی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې د نیول شویو قاچاقبرو شمېر هم دوه چنده زیات شوی دی.

ښاغلي باکوندي دا هم ویلي دي چې د هنګري حکومت په پام کې لري چې پر خپله پوله امنیتي تدابیر زیات کړي. په وینا یې دوی د هغو ځواکونو د روزلو په حال کې دي چې ټاکل شوې ده له پولیسو سره یو ځای د پولې د امینت ټینګولو کې برخه واخلي.

د کډوالو د څپو مخنیوی

د یادولو ده چې د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې د هنګري، اتریش او صربیا مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې اروپا ته د غیر قانوني کډوالو د څپو د مخنیوي پر یو لړ اقداماتو هوکړه کړې وه. غونډه کې د خبرو پر مهال د هنګري ولسمشر وېکتور اوربان ویلي وو چې د کډوالۍ مسلې په تړاو سیاسي بدلون ته اړتیا شته. نوموړي زیاته کړې وه چې د کډوالو پناه غوښتنلیکونه باید په درېمو هېوادونو کې وارزول شي.

له تېرې څه مودې راهیسې د بالکان پر مسیر د مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی د دې سبب شوی دی چې د بالکان ځینې هېوادونو لکه بلغاریا، چک جمهوریت او سلواکیا پر خپلو پولو امنیتي تدابیر زیات کړي. 

د اروپا پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس د شمېرو له مخې، یوازې په تېره اګست میاشت کې ۱۵۹۰۰ کډوالو هڅه کړې چې د بالکان هېوادونو له لارې اروپا ته ځان ورسوي. یاده اداره وایي چې دغه شمېرې د تېر کال په پرتله ۱۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

 

نورې ليکنې