کډوال د یونان او ترکیې پر پوله. انځور: ایماګو
کډوال د یونان او ترکیې پر پوله. انځور: ایماګو

د یونان حکومت وایي په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې د ورتلونکو کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پولې ته ۲۵۰ نور سرتېري واستوي.

د یونان د ولسي وګړو د ساتنې وزیر تاکیس تیودوراکاکوس وایي چې هېواد یې په پام کې لري چې د ورتلونکو کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پر پوله ۲۵۰ تنه نور سرتېري ولېږي. نوموړي د دوشنبې په ورځ میګا ټلویزیون سره خبرو کې وویل چې دغه سرتېري به له درېو میاشتو تمریناتو وروسته له ترکیې سره ګډې پولې ته واستول شي.

دمګړۍ د یونان او ترکیې ترمنځ سرحدي سیمو کې ۱۵۰۰ سرتېري دنده ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې هېواد یې له ترکیې سره پر پوله د فلزي ېوال د جوړولو کار چټک کړی دی ترڅو د هغو کډوالو مخه ډبه کړي چې غواړي یونان ته واوړي. هغه د یونان او ترکیې ترمنځ د خنډونو شتون د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي کې اغېزناک بللی دی.

بیا ولولئ: یونان غواړي له ترکیې سره د پولو په اوږدو کې دېوال جوړ کړي

دغه چارواکي دا هم ویلي دي چې دمګړۍ هره ورځ څه باندې ۱۵۰۰ کسان هڅه کوي چې له ترکیې څخه ځانونه یونان ته ورسوي. د تاکیس تیودوراکاس په حواله، په تېرو ۹ میاشتو کې د یونان امنیتي ځواکونو تر ۱۲۰۰ هغه کسان نیولي دي چې د انساني قاچاق شک پرې کېږي.

هر کال د افریقا، اسیا او منځني ختیځ زرګونه اوسېدونکي اروپایي ټولنې ته د رسېدو په موخه د ترکیې له پولې د یونان خاورې ته د اوښتو هڅه کوي. ډېری دغه کسان په ربړي او یا نورو کښتیو کې له ترکیې څخه ځانونه یونان ته رسوي. خو دغه سمندري لارې له خطرونو ډکې وي.

بیا ولولئ: د یونان او ترکیې پر پوله ۹۲ کډوال په لوڅ حالت کې موندل شوي دي

د بشري حقونو سازمانونو او رسنیو په وار وار پر یونان تور لګولی دی چې له ترکیې سره پر پوله یې له مهاجرو سره تاوتریخجن چلن کړی او کډوال یې له خپلې خاورې څخه په شا تمبولي دي. خو یونان تل دغه ادعاوې رد کړې دي.

 

نورې ليکنې