د «هيومېنيټي ۱» په نوم مرستندويه کښتۍ د شنبې په ورځ ژغورل شوو مهاجرو علاوه اوس ۱۳۵ نور مهاجر له مديترانې ژغورلي دي.
تر آلماني بيرغ لاندي چلېدونکي دغې کښتۍ د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۳نېټه) لا ۴۵ مهاجر ژغورلي ول. ياد شمېر مهاجر لا په کښتۍ کي ول چي دغې کښتۍ د دوشنبې او سه شنبې تر منځ شپه کي له مديترانې سمندرګي څخه ۱۳۵ نور مهاجر وژغورل.
په دې تړاو د «اس او اس هيومېنيټي» سازمان د سه شنبې په سهار پر خپله ټويټرپاڼه معلومات خپاره کړل. په دې توګه په دغه کښتۍ کي د موجودو ژغورل شوو مهاجرو شمېر ۱۸۰ ته جګ شوی دی.
د يادي ژغورونکي کښتۍ دواړه ژغورونکي عمليات د ليبيا و ساحل ته نژدې تر سره شول. ويل شوي دي چي د «المارم فون اينفورمېشن» په نوم مرستندويه سازمان په اوبو کي د مهاجرو له بېړني حالت څخه خبر ورکړ. دغه سازمان چي په بېړني حالت کي قرار لرونکي کښتۍ ورته زنګ وهلای شي وويل چي په ربړي کښتۍ کي مهاجر په اوبو کي د بېړني حالت سره مخامخ شوي دي.
د «اس او اس هيومېنيټي» سازمان ويلي دي چي په ياد ربړي کښتۍ کي له سپرليو څخه يو کس هم د ژغورني واسکټ نه ؤ اغوستی. ويل شوي چي ټول ۱۱۳ کسان چي پکښي ماشومان هم شامل ول، په بريا سره وژغورل شول او و مرستندويه کښتۍ ته پورته کړل شول.
ويل شوي چي وروسته ۲۲ نور کسان له يوې داسي کښتۍ څخه وژغورل شول چي د سمندر د سفر وړ نه وه. زياته شوې چي د مهاجرو دويمه په بېړني حالت کي راګيره شوې کښتۍ يوه ربړي کښتۍ وه.
آ./ا.ا.