د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان وایي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یې د یونان په لېسبوس ټاپو کې تر ۲۰ زیات کډوال موندلي دي چې له دې ډلې څخه درې تنه یې ژوبل شوي او د څلورو نورو کډوالو لاسونه زولانه شوي وو. دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې له کډوالو سره پر تاوتریخجن چلن نیوکه کړې ده.
د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان پرون سه شنبه د اکټوبر ۲۵مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې کارکوونکو یې د یونان په لېسبوس ټاپو د کډوالو یوه ډله موندلې ده چې پر وړاندې یې له تاوتریخوالي کار اخیستل شوی و. دغه سازمان زیاته کړې چې یونان ته «د تازه رسېدلو کډوالو» د یوې ډلې په اړه یې «رسمي اطلاع» ترلاسه کړې وه چې «بېړنیو روغتیایي خدماتو ته یې اړتیا درلوده».
لېسبوس کې د بې سرحده ډاکترانو سازمان د مسول تیو دي پیازا له قوله ویل شوي دي: «کله چې سیمې ته ور نږدې شوو، چیغې مو واورېدلې… په سیمه کې مو ۲۲ کسان وموندل. دوی ټولو ژاړل.»
نوموړي ویلي دي چې د درېو کسانو لاسونه زولانه شوي وو خو څلور تنه نور ټپیان وو.
د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي دي چې سیمې ته د بې پولې ډاکټرانو له رسېدو وړاندې د خلکو یوې ډلې له کډوالو سره له تاوتریخوالي کار اخیستی و.
یاد سازمان ویلي دي چې ډېر ژر یې د پېښې په هکله پولیسو ته خبر ورکړی او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان له یوناني چارواکو څخه غوښتي دي چې د ورته پېښې د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او د کډوالو مناسب هرکلي ته دې زمینه برابره کړي.
د بشري حقونو سازمانونو او رسنیو په وار وار پر یونان تور لګولی دی چې له کډوالو سره یې تاوتریخجن چلند کړی او هغه کسان یې له خپلې خاورې څخه په شا تمبولي دي چې له ترکیې څخه یې ځانونه دغه اروپایي هېواد ته رسولي دي.
بیا ولولئ: د یونان او ترکیې پر پوله ۹۲ کډوال په لوڅ حالت کې موندل شوي دي
د یونان حکومت بیا د دغو ادعاوو په ردولو سره ویلي دي چې دوی د خپلو پولو ساتنه کوي. لږ مخکې د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي ویلي وو چې د یونان اوسنی سیاست د دې سبب شوی دی چې دغه هېواد ته د کډوالو په شمېر کې کموالی راشي.
په ورته مهال د یونان د ولسي وګړو د ساتنې وزیر تاکیس تیودوراکاکوس د تېرې دوشنبې په ورځ وویل هېواد یې په پام کې لري چې د ورتلونکو کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پر پوله ۲۵۰ تنه نور سرتېري ولېږي. هغه زیاته کړه چې یونان له ترکیې سره پر پوله د فلزي دېوال د جوړولو کار هم چټک کړی دی.
هر کال د افریقا، اسیا او منځني ختیځ زرګونه اوسېدونکي اروپایي ټولنې ته د رسېدو په موخه د ترکیې له پولې د یونان خاورې ته د اوښتو هڅه کوي.ډېری دغه کسان په ربړي او یا نورو کښتیو کې له ترکیې څخه ځانونه یونان ته رسوي. خو دغه سمندري لارې له خطرونو ډکې وي.