کډوال په بلغاریا کې. انځور: د کډوالۍ نړیواله اداره، صفا مسیحلي
کډوال په بلغاریا کې. انځور: د کډوالۍ نړیواله اداره، صفا مسیحلي

د بلغاریا د رسنیو د راپورونو له مخې بلغاریایي ځواکونو د دغه هېواد پلازمېنه صوفیا کې په یوه کور کې ۳۵ سند نه لرونکي کډوال موندلي دي.

د بلغاریا امنیتي ځواکونو د پلازمېنې صوفیا په بانیشورا سیمه کې په یوه کور کې تر ۳۰ ډېر سند نه لرونکي کډوال موندلي دي.

د بلغاریا خبري اژانس نووینیت لیکي د کور خاوند چې خپل کور یې یو سوریایي ته په کرایه ورکړی و هغه مهال د یادو کډوالو په هکله پولیسو ته اطلاع ورکړه چې له کوره د لیدنې پر مهال یې هلته ۳۵ غیرقانوني کډوال وموندل. زیاته شوې ده چې په دغه کور څه باندې ۱۵ تنه سند نه لرونکي کډوال هم اوسېدل چې ځینې یې د ووېنا رامپا په څېر مهاجر کمپونو څخه تښتېدلي وو.

نیول شویو کډوالو پولیسو ته ویلي دي چې د سوریې اوسېدونکي دي. د بلغاریا د امنیتي ځواکونو له قوله ویل شوي دي چې چارواکو د یادو مهاجرو په هکله پلټنې پیل کړې دي.

یاده دې وي چې د بلغاریا حکومت د سپټمبر د میاشتې په پای کې د دغه هېواد په څو سیمو کې د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره بېړنی حالت اعلان کړی و. هغه وخت د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر اوان دمردژیېف ویلي وو چې د دغې پرېکړې موخه «د سرحدي پولیسو د فعالیتونو اسانول او د خرابو سرحدي سړکونو رغول» دي.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل څخه د سپتمبر تر ۱۸مې نېټې پورې څه باندې ۱۰۴ زره مهاجرو له ترکیې څخه دغه هېواد ته د داخلېدو هڅه کړې ده چې دا شمېرې د تېر کال همدې مودې پرتله ۳-۴ چنده زیاتوالی ښيي.

بلغاریايي چارواکو د اګست میاشتې په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو بورګاس ښار ته نږدې ۱۴۱ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی و چې غوښتل یې له اسنادو پرته د بلغاریا خاورې ته ننوزي.

بلغاریا پر بالکان لار پراته ده. ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې اروپایي ټولنې ته د راتګ په موخه لومړی دغه هېواد ته ځان ورسوي.

 

نورې ليکنې