اروپايي اتحاديې د چهارشنبې په ورځ د شمالي مقدونيې سره يو تړون لاسليک کړ. د دغه تړون له مخي به د فرونتکس چارواکو حضور په مقدونيه کي زيات کړل شي.
د اروپايي اتحاديې د کميسيون مشري اورزولا فون دېر لاين د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ د اکتوبر ۲۶ نطټه) په سکوپيه کي حضور درلود. په ځانګړو مراسمو کي د اروپايي اتحاديې او شمالي مقدونيې تر منځ يو تړون لاسليک شو. په دغو مراسمو کي د اروپايي اتحاديې کميساره يلفا جوهانسون هم موجوده وه.
فون دېر لاين په دغو مراسمو کي وويل: «دغه تفاهم ليک نه يوازي په دې وجه مهم دی، ولي چي د مهاجرت په موضوع کي زموږ همکاري را تقويه کوي، بلکه دغه تفاهم دا هم ښيي چي موږ توقع لرو چي شمالي مقدونيه په بشپړه توګه د اروپا پر لاره پر مخ ځي.» شمالي مقدونيه له زيات وخت راهيسي لېوالتيا لري چي د ۲۷ هيوادونو څخه د جوړي اروپايي اتحاديې غړيتوب ترلاسه کړي. په دې تړاو د جولا مياشت د لومړنيو خبرو اترو لپاره پلان شوې.
د ۲۰۱۸ کال راهيسي د لوېديځ بالکان مسير له خوا و اروپايي اتحاديې ته د مهاجرت لړۍ ډېره چټکه شوې ده. د اروپايي پوله ساتونکي آژانس فرونتکس د روان کال د جنورۍ او سپتمبر مياشتي تر منځ د بالکان له لاري و اروپايي اتحاديې ۱۰۵ زره تر سرحد اوښتنې موارد ثبت کړل. دا په داسي حال کي چي په ۲۰۲۱ ټول کال کي نژدې ۶۰ زره دا ډول موارد ثبت شوي ول.
فرونتکس تر مخه لا د لويديځ بالکان له هيوادونو البانيا، سربيا، مونتېنېګرو او بوسنيا هرڅوګووينا سره اړونده تړونونه لاسليک کړي دي. دا ټول هغه هيوادونه دي چي غواړي د اروپايي اتحادیې غړيتوب ترلاسه کړي.
ژمنه سوې ده چي اروپايي اتحاديه به د ملګرو هيوادونو سره د مهاجرت په تړاو همکاري په ترڅ کي د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کالونو تر منځ په ټوليزه توګه ۳۵۰ مليون يورو مرسته وکړي او په دې توګه په پام کي نيول شوي بوديجي په حجم کي ۶۰ فيصده زياتوالی راولي.
فون دېر لاين د شمالي مقدونيې د لومړي وزير ديميتار کوواچيفسکي سره په ملاقات کي ژمنه وکړه چي اروپايي اتحاديه به د لوېديځ بالکان له هيوادونو ملاتړ ته ادامه ورکړي چي هغوی د روسي ګاز بديل پيدا کړلای شي. فون دېر لاين زياته کړه چي اروپايي اتحاديه د ختيځ پر لور د دغې اتحادې و پراخوالي ته ژمنه ده.
فون دېر لاين د شمالي مقدونيې سره د ۸۰ مليونو يورو مرسته هم اعلان کړه چي مقصد يې په دغه هيواد کي د انرژۍ د قيمتونو د زياتېدو له کبله د جګو شوو قيمتونو سره مبارزه ده. د اروپايي اتحاديې د کميسيون مشرې دا هم وويل چي په ټوليزه توګه به ۵۰۰ مليونه يورو د سيمي هغو هيوادونو ته مهيا کړل شي چي د اروپايي اتحاديې غړي نه دي. د دغو مرستو مقصد به د نوي کېدونکي انرژۍ او ورته د اړينو بنيادي جوړښتونو جوړل وي.
آ./ا.ا.