په تېرو څو وختونو کې اتریش کې د کډوالو شمېر زیات شوی دی.
انځور: دویچه وېله
په تېرو څو وختونو کې اتریش کې د کډوالو شمېر زیات شوی دی. انځور: دویچه وېله

د اتریش حکومت د کډوالو په مرکزونو کې د ځای د نشتوالي له کبله له جرمني او سلوانیا سره پولې ته نږدې د پناه غوښتونکو لپاره څه باندې ۴۰ خیمې درولې دي. په ورته مهال د بشري حقونو سازمانونو د حکومت پر دغه اقدام نیوکه کړې او د کډوالو سرپناوې یې نامناسبې بللې دي.

د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ څخه ۷ کاله وروسته اتریش کې د پناه غوښتونکو مسله یو ځل بیا توده شوې ده. له تېرو څو میاشتو راهیسې په دغه اروپایي هېواد کې د پناه غوښتونکو په شمېر کې راغلی دی. که څه هم د اتریش حکومت وایي چې د کډوالو لپاره یې نوي استوګنځایونه پرانیستي دي، خو ډېری دغه مرکزونه له پناه غوښتونکو ‌ډک دي چې له امله یې لږ مخکې اتریش چارواکو په رسمي مرکزونو کې د ځای د نشتوالي له کبله له جرمني او سلوانیا سره پولې ته څېرمه د کډوالو لپاره څه باندې ۴۰ خیمې ودرولې.

د اتریش د کډوالو د چارو مسوال اندریاس اشرېنر یورونیوز سره خبرو کې ویلي دي چې دوی یوازې تنکي ځوانانو ته په خیمو کې سرپناه ورکوي ځکه چې نوموړي کډوال «د سوریې، هند او تونس په څېر هېوادونو څخه راځي او ډېری یې د کډوالۍ او پناه غوښتنې قانون پر اساس په اتریش کې د پاتې کېدو چانس نه لري.»

د اوسني وضعیت مخنیوی شونی دی

خو د جرمني او سلوانیا پولې ته څېرمه د پناه غوښتونکو لپاره د خیمو درولو په اتریش کې دننه غبرګونونه راپارولي دي. د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو خیمو کې د کډوالو د ژوند پر وضعیت نیوکه کړې ده. دغو سازمانونو په یوه پرانیستي لیک کې لیکلي دي: «اتریش کې کډوال یو ځل بیا دې ته اړ دي چې تر خیمو لاندې ژوند وکړي. هېڅوک له دغو غیرانساني سرپناوو سره موافق نه دی.» په دغه لیک کې زیاته شوې ده چې د اوسني وضعیت مخنیوی شونی دی.

یادو سازمانونو د ژمي په را رسېدو سره د کډوالو د وضعیت په هکله اندېښنې څرګندې کړې دي. نهه لس کلن سوریایي کډوال خالد دي پرس ورځپاڼې ته ویلي دي چې د شپې مهال هوا یخه ده او کډوال یخ وهلي دي.

بل پلو بیا اتریش کې د ښې اړخو سیاستوالو د دغه هېواد په سنکت ګیورګېن ام اترګاو سیمه کې د کډوالو لپاره د ۱۷ لویو خیمو د درولو په هکله غبرګون ښودلی دی. د سیمې ښاروال دغه سرپناوې د کال په دې موده کې «غیرانساني» بللې دي. هغه دا هم ویلي دي چې یاد ښار ته د ځوانانو کډوالو راتګ ځایي اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

همدارنګه د اتریش د ازادۍ ګوند چې د کډوالۍ ضد دریځ لري ویلي دي چې هیله لري چې اتریش به نور پناه غوښتونکي و نه مني.

بیا ولولئ: اتریش کې د کډوالو د شمېر ډېروالی: د ښې اړخې دلې پرې نیوکې کوي

د هندي کډوالو په شمېر کې زیاتوالی

د اتریش د چارواکو په وینا، امنیتي ځواکونو په تېرو څو اونیو کې هره ورځ سلګونه کډوال نیولي دي. که څه هم ډېری کډوال د اروپا لوېدیځو هېوادونو ته تلل غواړي، خو ځینې نور بیا د اخراج له وېرې اتریش کې د پناه غوښتنه کوي.

د روان کال د جنورۍ تر سپتمبر پورې تر ۷۰ زره ډېرو کډوالو اتریش کې د پناه غوښتنه کړې ده. د اتریش د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱ کې ۴۰ زره کسانو خو په ۲۰۱۵ کې بیا ۹۰ زره کډوالو په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وه.

د سپتمبر د میاشتې په پای کې د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر ویلي وو چې هېواد به یې له سلواکیا، جرمني او سلوانیا سره پر پوله امنیتي پوستې جوړوي. همدارنګه د اکټوبر په پیل کې د اتریش چانسلر کارل نېهامر د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان او د صربستان ولسمشر السکاندر ووچیک سره لیدنه وکړه ترڅو د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره پر یو لړ اقداماتو هوکړه وکړي.

که څه هم اتریش کې سوریایي او افغان مهاجر د کډوالو تر ټولو لویه ډله جوړوي، خو په تېرو څو میاشتو کې دغه هېواد کې د هندي کډوالو شمېر هم تر پخوا ډېر شوی دی.

 

نورې ليکنې