وان جهیل. ارشیف انځور: پېکچر الاینز
وان جهیل. ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د ځایي‌ رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې یوې محکمې د دغه هېواد په ختیځ کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبولو په تور یو کس په ۱۰۰۰ کاله بند محکوم کړی دی. دغه پېښه کې چې څه باندې دوه کاله مخکې رامنځته شوې وه تر ۶۰ ډېر کډوال ډوب شوي وو چې ۲۴ افغانان هم پکې وو.

دا کښتۍ چې شاوخوا ۸۰ کسان پکې سپاره ول د ۲۰۲۰ په جون میاشت کې د ایران پولې ته څېرمه د ترکیې وان ډڼډ کې ډوبه شوه. د ځایي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، هغه وخت له دغه ډنډ څخه د یو ماشوم په ګډون د ۶۱ کډوالو مړي موندل شوي وو چې ۲۴ افغانان هم پکې وو.

دغو کډوالو چې په یوه کب نیوونکې بېړۍ سپاره ول غوښتل چې د ترکیې لوېدیځ ته ځان ورسوي.

بیا ولولئ: ترکیه: د وان په اوبو کې د مړو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی دی

د ترکیې خبري اژانس دمیرورن په حواله، د وان ۷مې جرمي محکمې د کښتۍ چلوونکی مدني اکباش د کډوالو د مرګ له کبله په ۱۶ـ۱۶ کلونو او ۸ میاشتو، د ماشوم د ډوبېدو په تور په ۲۵ کلونو او د کډوالو د قاچاق په تور په ۸ کاله بند محکوم کړ.

د پېښې په تړاو ۱۲ محکمې ته حاضر شوي وو چې ۱۱ تنو یې برایت ترلاسه کړ.

ترکیه کې د افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی

له تېرو څو کلونو راهیسې ترکیه کې د افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. د ترکش مېنېت د یو خبر له مخې، ترکي ځواکونو په ۲۰۱۷ کې کابو ۴۵ زره هغه افغانان نیولي‌ وو چې له سند پرته دغه هېواد ته ننوتلي‌ وو، خو په ۲۰۱۹ کې بیا د دغو افغانانو شمېر ۲۰۰ زرو ته لوړ ته شوی و.

همدارنګه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په زرهاوو افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول. ډېری دغه کسان هڅه کوي چې د یو ښه ژوند لپاره د ترکیې له لارې ځانونه اروپایي هېوادونو ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې ترکیې د کډوالو د افغان کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له ایران سره پر پوله امنیتي تدابیر زیات کړي او ګڼ شمېر افغانان یې له خپلې خاورې څخه شړلي‌ دي.

بیا ولولئ: ترکیې د افغانانو په ګډون تر ۳۰۰۰ ډېر کډوال ایستلي دي

لږ مخکې ترکي چارواکو ویلي وو چې د روان کال له پیل څخه د سپټمبر تر ۸مې پورې له ترکیې څخه د ایستل شویو کډوالو شمېر شاوخوا ۷۸ زرو تنو ته رسېږي چې ډېری یې افغانان دي.

 

نورې ليکنې