کډوال په انګلیس کانال کې. انځور: رویترز
کډوال په انګلیس کانال کې. انځور: رویترز

فرانسوي چارواکي وایي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په انګلیس کانال کې د یو لړ عملیاتو پر مهال شاوخوا سل کډوال ژغورلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر ۳۰۰ تنه نور پرون پنجشنبه د سمندر له لارې برېتانیا ته اوښتي دي. په ورته مهال د برېتانیا نوی لومړی وزیر غواړي چې د انګلیس کانال له لارې د کډوالو څپو د مخنیوي لپاره له فرانسې سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړي.

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د ګري نې د ژغورنې او نظارت سیمه ایز عملیایي مرکز د چهارشنبې په شپه د دنکرک په ساحلي اوبو کې د کډوالو یوه کښتۍ له ډوبېدو څخه ژغورلې ده. په دغه کښتۍ کې ۵۰ تنه کډوال سپاره ول چې غوښتل یې د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته ورسوي. ژغورل شوي کسان دنکرک بندر ته راوستل شوي دي.

چارواکو دغه راز پرون پنجشنبه سهاروختي یاد کانال کې ۴۹ تنه نور کډوال ژغورلي او کالې بندر ته یې ته راوستلي دي.

بل لور ته د بي بي سي خبریال سیمون جونز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې تېره ورځ ۳۰۸ کډوالو چې په ۹ کښتیو کې سپاره ول، د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي دي. نوموړي ویلي دي چې دغه کډوال د برېتانیا د ساحلي ځواکونو له خوا دوور بندر ته انتقال شوي دي.

په تېرو څو وختونو کې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. لږ مخکې د برېتانیا چارواکو ویلي وو چې د اکټوبر په ۱۸مه یې ۵۰۲ تنه کډوال چې په ۱۲ کښتیو کې سپاره ول د دغه هېواد له ساحلي اوبو څخه د برېتانیا د دوور ښار بندر ته انتقال کړي دي. 

د رسمي شمېرو پر اساس، په روانه اکټوبر میاشت کې څه باندې ۵ زره کسان له انګلیس کانال څخه په تېرېدو بریالي‌ شوي دي. په جولای کې ۳۶۰۰ خو په سپتمبر کې بیا ۵۰۰۰ تنه کډوال برېتانیا ته اوښتي وو.

بیا ولولئ: انګلیس کانال:‌ تر پنځه سوه ډېر کډوال برېتانیا ته اوښتي دي

د چارواکو په حواله،‌ سږ کال تر دې دمه شاوخوا ۳۸ زره کډوال توانېدلي چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوړي چې دا شمېرې د تېر پوره کال د شمېرو په پرتله زیاتوالی ښيي. تر دې دمخه د برېتانیا د پارلمان په یوه راپور کې راغلي‌ وو چې ښایي د کال تر پایه پورې دغه هېواد ته د اوښتونکو کډوالو شمېر ۶۰ زرو تنو ته لوړ شي.

له فرانسې سره د همکارۍ تړون

دا په داسې حال کې ده چې د برېتانیا نوي لومړي وزیر ریشي سونک د تېرې چهارشنبې په ورځ‌ وویل چې په پام کې لري چې د یو مناسب سیستم په جوړولو سره د هغو کډوالو شمېر کم کړي چې برېتانیا ته راځي. د لومړي وزیر دفتر ویلي دي چې ریشي سونک ژمن دی چې دا ثابته کړي چې «برېتانیا پر خپلو پولو کنترول لري».

د ټایمز ورځپاڼې د یو خبر له مخې، ښاغلی سونک غواړي چې د انګلیس کانال له لارې د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له فرانسې سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړي. نوموړی دغه راز غواړي چې برېتانیا کې د کډوالو د دوسیو د ارزولو بهیر چټک او د پناه ورکولو شرایط نور هم سخت کړي.

ریشي سونک تېر اوړي ویلي وو چې غواړي د برېتانیا پر پولو د کنترول د بېرته ترلاسه کولو لپاره د استعداد پر اساس مهاجرتي سیستم رامنځته کړي. هغه زیاته کړې وه چې خپل ټولې هڅې به وکړي ترڅو له رونډا سره تړون عملي شي. نوموړي دا هم ویلي وو چې «هر هغه بالغ کډوال چې په ناقانونه توګه برېتانیا ته ننوزي دغه هېواد کې د پاتې کېدو هېڅ چانس نه لري».

ښاغلي سونک دغه راز د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له فرانسې سره پر همکارۍ ټینګار کړی و او ویلي یې وو چې د کډوالو د منلو لپاره به سهمیه جوړه کړي.

د یادولو ده چې سوېلا برېورمن د برېتانیا د نوي لومړي وزیر ریشي سونک په کابینه کې د کورنیو چارو وزیرې په توګه دنده ترسره کوي. تر دې دمخه سوېلا برېورمن چې د لیز ترس په کابینه کې هم د کورنیو چارو وزیرې په توګه ګومارل شوې وه ویلي وو چې هغه کسان چې له یو خوندي هېواد څخه په ناقانونه توګه برېتانیا ته رسېدلي وي، دوی به ډېر ژر خپلو هېوادونو او یا رونډا ته واستول شي. 

بیا ولولئ:‌ د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو تګ ادامه لري

نوموړې د اروپا د بشري حقونو محکمې د پرېکړې پر اساس رونډا ته د کډوالو د لومړۍ ډلې د پرواز لغوه کېدو ته په اشارې سره ویلي وو چې هېواد به یې د خپلو کورنیو چارو «کنترول په خپل لاس کې واخلي» او «یوې بهرنۍ محکمې» ته به اجازه ور نه کړي چې د برېتانیا «حاکمیت په خطر کې» واچوي.

 

نورې ليکنې