د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې په تېرو څلورو ورځو کې یې له یونانه دغه هېواد ته د شاوخوا ۴۰۰ کډوالو د ننوتو مخه نیولې ده. ډېری دغه کډوال د افغانستان او سوریې اصلي اوسېدونکي دي.
د شمالي مقدونیې پولیسو د یکشنبې په ورځ وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او د اروپا د قانون پلي کولو ادارې یا پوروپول په ګډو عملیاتو کې له یونان څخه شمالي مقدونیې ته د شاوخوا ۴۰۰ کډوالو د ننوتو مخه نیول شوې ده.
پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د اکټوبر له ۲۵ تر ۲۹ پورې ۳۸۹ کډوال چې ډېری یې د افغانستان او سوریې اتباع وو له پولې څخه په شا تمبول شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې یاد عملیات چې «د عمل ورځې - جد ۲۰۲۲ - سوېل ختیځه اروپا» نومېدل د غیرقانوني وسلو، مخدره توکو او ناقانونه کډوالو د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.
دغو عملیاتو کې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو او د فرانتکس سرتېرو سربېره د بالکان ځینو هېوادونو هم ګډون درلود.
بل پلو د شمالي مقدونیې د کورنیو چارو وزیر اولیور سپاسووسکي له ځایي ټلویزون سیټل سره خبرو کې ویلي دي چې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د هغو کډوالو په شمېر کې ۷ سلنه ډېروالی راغلی دی چې غواړي د یونان له پولې شمالي مقدونیې ته واوړي.
بیا ولولئ: د شمالي مقدونیې ځواکونو د پاکستانیانو په ګډون ۱۴۲ کډوال نیولي
د چارواکو په وینا، د کورونا ویروس له امله د لګول شویو بندیزونو له لرې کېدو سره سم سږ کال د بالکان له لارې اروپا ته د راتلونکو کډوالو شمېر تر پخوا ډېر شوی دی.
له اروپایي ټولنې سره تړون
د یادولو ده چې اروپايي ټولنې تېره اونۍ د شمالي مقدونیې سره يو تړون لاسليک کړ چې له مخې به یې د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس سرتېرو شمېر په مقدونيه کې زيات کړل شي.
بیا ولولئ: اروپایي اتحادیه د بالکان پر مسیر د خپلو سرحداتو ساتنه پراخوي
د ۲۰۱۸ راهیسې د لوېدیځ بالکان له لارې اروپايي ټولنې ته د کډوالۍ لړۍ چټکه شوې ده. د فرانتکس په حواله، د روان کال د جنورۍ او سپتمبر مياشتې تر منځ د بالکان له لارې اروپايي اتحادیې ته ۱۰۵ زره تر سرحد اوښتنې پېښې ثبت شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ ټول کال کې نږدې ۶۰ زره دا ډول موارد ثبت شوي وو.
تېر کال د سازمان یافته جرمونو ضد نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي وو چې د بالکان له لارې د مهاجرو د قاچاقولو کلني عواید ۵۰ میلیونه یورو ته رسېږي. د راپور له مخې ډېری هغه کسان چې غواړي د بالکان له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي د افغانستان، سوریې، پاکستان او بنګله دېش اتباع دي.
په شمالي مقدونیه کې ګوګلیا او البانیا کې کاکاویا او کاپچتیکا د مهاجرو د قاچاق د اصلي سیمو په توګه پېژندل کېږي.