د برېتانیا د دوور په سوېلي بندر کې پرون یکشنبه یوه سړي د کډوالو په مرکز کې اور اچوونکي وسایل غورځولي دي. دا برید وروسته له هغه کېږي چې د تېرې شنبې په ورځ نږدې ۱۰۰۰ کډوالو د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته ورسول.
د کنت ښار پولیسو ویلي دي چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د مهاجرو دغه مرکز کې «دوه یا درې اور اچوونکي وسایل» غورځول شوي چې په پایله کې یې دوه کسان په سطحي توګه ټپیان شوي دي.
تورن کس د پېښې ځای ته نږدې د تېلو په یو ستیشن کې مړ موندل شوی دی. د رسنیو د راپورنو له مخې داسې ګومان کېږي چې نوموړي ځان وژنه کړې ده. پولیسو ویلي دي چې د بریدګر په موټر کې یوه بله اور اچوونکې وسیله هم موندلې ده.
دا هغه مرکز دی چې د انګلیس کانال له لارې په وړو کښتیو کې برېتانیا ته اوښتونکي کډوال پکې ساتل کېږي. د کنت پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې «د لومړیو پلټنو لپاره» یې د دغه مرکز ۷۰۰ اوسېدونکي مانستون ته انتقال کړي دي.
د ګارډین د یو خبر له مخې بریدګر چې په یوازې سر د کډوالو استوګنځي ته ورغلی و یاد مرکز کې کوکتل مولوتف ماده غورځولې ده. په یوه ویډیو کې چې دېلي مېرور سایټ خپره کړې ده د مرکز مخې ته د اور لمبې لیدل کېږي.
نږدې ۱۰۰۰ کډوال برېتانیا ته رسېدلي
دا برید وروسته له هغه کېږي چې د برېتانیا حکومت د رسمي شمېرو له مخې د تېرې شنبې په ورځ نږدې ۱۰۰۰ کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي.
له دې سره سږ کال تر دې دمه برېتانیا ته د رسېدلو کډوالو شمېر نږدې ۴۰ زرو تنو ته رسېږي. دا شمېرې ښيي چې په روان میلادي کال کې تر اوسه د تېر بشپړ کال په پرتله زیات مهاجر د مانش کانال له لارې له فرانسې څخه بريتانيې ته اوښتي دي. د چارواکو په وینا، یوازې په اکټوبر میاشت کې ۶۳۹۵ کډوال په دې بریالي شوي دي چې په وړو کښتیو کې د سمندر له لارې برېتانیا ته واوړي.
لږ مخکې د برېتانیا نوي لومړي وزیر ریشي سونک ویلي وو چې په پام کې لري چې د یو مناسب سیستم په جوړولو سره د هغو کډوالو شمېر کم کړي چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته راځي. د لومړي وزیر دفتر ویلي وو چې ریشي سونک ژمن دی چې دا ثابته کړي چې «برېتانیا پر خپلو پولو کنترول لري».
د ټایمز ورځپاڼې د یو خبر له مخې، ښاغلی سونک غواړي چې د انګلیس کانال له لارې د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له فرانسې سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړي. نوموړی دغه راز غواړي چې برېتانیا کې د کډوالو د دوسیو د ارزولو بهیر چټک او د پناه ورکولو شرایط نور هم سخت کړي.
سلګونه کډوال ژغورل شوي
بل لور ته فرانسوي چارواکي وایي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د برېتانیا او فرانسې ترمنځ اوبو کې ۲۲۴ هغه کډوال ژغورلي دي چې غوښتل یې برېتانیا ته ځان ورسوي.
د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د شنبې په ورځ د دنکرک په ساحلي اوبو کې ۷ کډوال ژغورلي دي. همدارنګه د شنبې په شپه ۱۰۷ کډوال خو د یکشنبې په ورځ بیا ۱۱۰ تنه نور په سمندر کې ژغورل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ژغورل شوي کسان روغتیایي کارکوونکو او سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.