د یونان سمندري ځواکونو نن سه شنبه د نومبر لومړۍ نېټه د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې د لسګونو هغو کډوالو د لټون عملیات پیل کړي دي چې کښتۍ یې په سمندر کې ډوبه شوې ده. چارواکو تر اوسه د ۹ کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی دی.
د یونان د سمندري ځواکونو یوه ویانده وایي چې د اېویا ټاپو ساحلي اوبو کې چې د اټن په ۸۰ کیلومترۍ کې پروت دی د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله نږدې ۶۰ تنه لادرکه دي. زیاته شوې ده چې یاده کښتۍ د تېزو بادونو له امله اژه سمندر کې ډوبه شوې ده.
دغې ویاندې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي: «یوه ګزمه کوونکې کښتۍ مو وکولای شوه چې ۹ نارینه کډوال یوه ټاپو ته انتقال کړي. ژغورل شویو کډوالو ویلي دي چې په کښتۍ کې څه باندې ۶۸ کسان سپاره ول.»
د یونان د ساحلي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو ځواکونو یوه کښتۍ، یوه چورلکه او دوه نورې بېړۍ د لادرکه شویو کډوالو د لټون په عملیاتو کې ګډون لري.
د یادو کډوالو هویت لا نه دی په ډاګه شوی.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهیسې د ساموس ټاپو په ساحلي اوبو کې د ۸ تنه نورو لادرکه شویو کډوالو د لټون عملیات روان دي. له دغې پېښې ژغورل شویو کسانو تېره ورځ ویلي دي چې کښتۍ کې یې ټولټال ۱۲ کسان سپاره ول.
له تېرو څو وختونو راهیسې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی دی چې د ترکیې له سواحلو څخه د اژې سمندر له لارې یونان ته د تګ هڅه کوي. خو د سمندر له لارې ناقانونه سفرونه له خطرونه ډک وي.
بیا ولولئ: یوناني چارواکو د دغه هېواد ساحلي اوبو کې ۷۵ کډوال ژغورلي دي
د تېرې اکټوبر میاشتې په جریان کې لږترلږه ۳۰ کسانو اژه سمندر کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ. د کډوالو لېږدونکې یوه کښتۍ چې ۹۵ کسان پکې سپاره ول د اکټوبر په ۵مه یوناني اوبو کې ډوبه شوې وه چې په پایله کې یې ۱۲ کسان ووژل شول. همدارنګه د اکټوبر په ۶مه د لېسبوس ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالود یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ۱۷ مېرمنو په ګډون ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
یوناني چارواکي وایي چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د یونان ساحلي ځواکونو د دغه هېواد په ساحلو اوبو کې نږدې ۱۵۰۰ کډوال ژغورلي دي چې دغه شمېرې د تېر کال پرتله نږدې درې چنده زیاتوالی ښيي.
بیا ولولئ: د یونان او ترکیې پر پوله ۹۲ کډوال په لوڅ حالت کې موندل شوي دي
اتن په وار وار اژه سمندر کې د کډوالو د ډوبېدو پېښو پړه پر انقرې اچولې ده. خو د بشري حقونو مدافع بنسټونه او ترکیه پر یونان تور لګوي چې له خپلو اوبو څخه د کډوالو کښتۍ پر شا تمبوي او مهاجرو ته یونان کې د پناه غوښتنې اجازه هم نه ورکوي. یونان بیا دغه ادعاوې ردوي.