افغانستان کې دننه بې ځایه شوې کورنۍ. ارشیف انځور: رویترز
افغانستان کې دننه بې ځایه شوې کورنۍ. ارشیف انځور: رویترز

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایي چې افغانستان کې د کورني بې ځایه شويو کسانو شمېر ۳،۴ میلیونو ته اوښتی دی. د دغه سازمان په حواله، اوسمهال زیات شمېر افغانان په بهرنیو هېوادونو کې د پناه اخیستلو هڅه کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د تېرې یکشنبې په ورځ د اکټوبر ۳۰مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې له افغانستان څخه د خلکو د کډوال کېدو لړۍ لا هم ادامه لري. د دغه سازمان په حواله دمګړۍ څه باندې ۲،۸ میلیونه افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي.

زیاته شوې ده چې په افغانستان کې دننه ۳،۴ میلیونه کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي او ګڼ شمېر افغانان د نړۍ په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستلو هڅه کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره زیات شمېر افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول. همدارنګه طبیعي پېښو لکه سېلابونه او زلزلې، اقتصادي کړکېچ او جګړو په سلهاوو زره نور افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.

بیا ولولئ: ملګري ملتونه: شپږ میلیونه افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي

طالبانو خلک په زوره بې ځایه کړي

د رسنیو د راپورونو له مخې، پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته ګڼ شمېر خلک په جبري توګه له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي. طالب چارواکو تېره میاشت د افغانستان د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې سلګونو کورنیو ته د خپلو کورونو د خالي کولو امر وکړ. دغه کورنۍ چې د خواجه بهاوالدین بازار او د تخار مرکز تالقان ته یې پناه وړې او په ډله کې یې ماشومان او ښځې هم دي وایي چې خوړو، سرپناه او نورو لومړنیو اړتیاوو ته له لاسرسي پرته ژوند کوي.

په راپورونو کې راغلي دي چې طالب وسله والو د افغانستان په دایکندي، غزني، بامیان، میدان وردګو او سرپل ولایتونو کې هم خلک دې ته اړ کړي چې له خپلو کورونو څخه ووځي. د دایکندي ځینو اوسېدونکو له رسنیو سره خبرو کې ویلي دي چې طالبانو د دغه ولایت په ولسوالیو کې خلک له خپلو کورونو څخه ایستلي دي. همداراز د سرپل د بلخاب په ځینو کلیو کې طالبانو د ولسي وګړو د کورونو د تخلیې امر کړی ترڅو یې په قرارګاوو بدل کړي.

بیا ولولئ: ګواښونه د افغانستان د قومي او مذهبي اقلیتونو د مهاجرت سبب شوي

زیاته شوې ده چې په تېرو څو ورځو کې طالب چارواکو د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د ده یک کلي اوسېدونکي له خپلو کورونو څخه ایستلي دي او اوس دغه کورونه د پوستو په توګه کاروي. همدارنګه پر طالبانو تور دی چې د افغانستان په پنجشیر ولایت کې هم ځایي خلک د خپلو کورونو څخه کډې کولو ته مجبور کړي دي.

 

نورې ليکنې