فرانسه کې د افغانستان سفارت افغانستان ته د یوه اخراجېدونکي افغان کډوال د استول کېدو لپاره قنسولي اجازه لیک صادر کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د فرانسې حکومت له کابل سره دیپلوماتیکې اړیکې نه لري او ویلي یې دي چې افغان کډوال افغانستان ته بېرته نه استوي. کډوال نیوز راپور ورکوي.
سید* هغه افغان کډوال دی چې د ۲۰۲۲ په اګست میاشت کې د اورن قومندانۍ د حکم پر اساس اداري توقیف ځای ته واستول شو. نوموړي د فرانسې د خاورې د پرېښودو سند ترلاسه کړی دی او نه شي کولی چې د درېو کلونو په موده کې فرانسې ته بېرته راوګرځي.
په هغه لیک کې چې له مخې یې سید اداري توقیف ځای ته استول شوی دی دوه مهم ټکي درج شوي دي. لومړی دا چې د فرانسې حکومت مني چې د نوموړي د اخراج لپاره یې د «افغان چارواکو» له خوا قنسولي اجازه لیک ترلاسه کړی دی. زیاته شوې ده چې حکومت هڅه کوي چې «په یوه الوتنه کې ځای ورته ریزرف کړي».
دا په داسې حال کې ده چې له تېر یو کال راهیسې له فرانسې څخه کابل ته الوتنې ځنډول شوې دي. د فرانسې حکومت د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې ویلي وو چې له طالبانو سره دیپلوماتیکې اړیکې نه لري او اخراجېدونکي افغان کډوال به هم کابل ته نه استوي. د جولای د میاشتې په پای کې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن بي اف ام ټي وي سره خبرو کې ویلي وو: «زه دا خبره منم: موږ خلک افغانستان او سوریې ته نه شړو، ځکه موږ نه غواړو چې د طالبانو په شان دېکتاتورانو سره اړیکه ولرو، موږ دوی نه اخراجوو،[افغانستان ته] کومه الوتنه هم نشته… دا زما او د ملي راغونډېدنې[د ښي اړخي ګوند] ترمنځ توپیر دی.»
خو د دغه رسمي دریځ ترشا څه روان دي؟
په فرانسه کې د افغانستان سفارت
کډوال نیوز د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د اورن له قومندانۍ سره اړیکه ونیوله. دغه قومنداني وایي چې په دې هکله باید فرانسه کې د بهرنیانو عمومي اداره ځواب ووایي ځکه یادې ادارې ورنه غوښتي دي چې د کډوال نیوز «پوښتنو ته ځواب ور نه کړي». فرانسه کې د بهرنیانو اداره بیا وایي چې د اورن قومنداني کولی شي چې پوښتنو ته مو ځواب ووایي ځکه چې د کډوالو د اخراج اداري چارې د پولیسو قومندانۍ پر مخ وړي.
دا خبره سمه ده ځکه چې د پولیسو قومندانۍ مسولیت لري چې د اخراج لپاره د قنسولي اجازه لیکونو د ترلاسه کولو لپاره له سفارتونو سره اړیکه ونیسي. فرانسه کې د افغانستان سفارت یو لوړپوړی چارواکی وایي چې دغه سفارت قنسولي اجازه لیکونه صادروي. په وینا یې د پخواني نظام له نسکورېدو سربېره دغه پروسه کې کوم بدلون نه دی راغلی.
دغه سرچینه د اجازه لیک د صادرولو د پروسیجر په هکله وایي: د پولیسو قومندانۍ ورته اېمیل استوي، سفارت ورته وړاندې شوې دوسیه ارزوي او ځینې وختونه له اخراجېدونکي کس سره هم لیدنه کوي ترڅو یې هویت معلوم کړي. ورپسې بیا له طالبانو سره د اړیکې نیولو پرته اجازه لیک صادروي. د اورن قومندانۍ د سید د اخراج لپاره د اجازه لیک د ترلاسه کولو لپاره دغه طریقه کارولې ده.
خو فرانسه کې د افغانستان د سفارت دریځ متناقض ښکاري. د دغه سفارت کارکوونکي هغه کسان دي چې د طالبانو له راتګ مخکې یې دلته کار کاوه. دوی له تېر یو نیم کال راهیسې ځان له طالبانو څخه بېل ګڼي او وایي چې کومه اړیکه ورسره نه لري، خو بیا هم د پاریس مېشتو افغانانو اداري چارې پر مخ بیایي.
افغانې قنسولې ماریا اختري د اکټوبر په میاشت کې کډوال نیوز ته وویل: «[زموږ]او د کابل له چارواکو ترمنځ اړیکه نشته.»
بیا ولولئ: ایا فرانسه د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانان اخراجوي؟
د اداري توقیف د تمدیدولو لپاره هلې ځلې
سرچینه زیاتوي چې قنسولي اجازه لیکونه یوازې د «مجرمو» کډوالو د اخراج لپاره ورکول کېږي. په وینا یې دوی د رد شویو عادي کډوالو د اخراج لپاره قنسولي اجازه لیکونه نه صادروي.
سید هغه افغان کډوال دی چې د فرانسې د خاورې د پرېښودو سند یې ترلاسه کړی. هغه په ۲۰۱۷ کې فرانسې ته رسېدلی دی او دوسیه یې د فرانسې د کډوالو او د بې تابعیته وګړو ادارې له خوا رد شوې ده. نوموړی په ۲۰۲۰ کې «د وسلې د کارولو او د وسلې په وسیله د ګواښ د پېښولو» په تور په دوه کاله بند محکوم شو. د اورن قومنداني په دې آند ده چې دغه افغان کډوال عامه نظم ته «واقعي او بالفعل ګواښ» پېښوي.
کډوال نیوز په وار وار هڅه وکړه چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن له دفتر سره اړیکه ونیسي چې د خپلو هڅو په پایله کې یې دا ځواب ترلاسه کړ: «لکه څنګه چې د کورنیو چارو وزیر څو څو ځله ویلي، فرانسه [کډوال]افغانستان ته نه استوي.»
بیا ولولئ: فرانسه: د «مجرمو بهرنیانو» د ایستلو په هکله د کورنیو چارو وزیر پر ویناوو نیوکې
د فرانسې د ازادیو او د حبس قاضي د سپتمبر په میاشت کې سید له یوې میاشتې اداري بند وروسته خوشي کړ. اوس د هغه د قنسولي اجازه لیک موده پای ته رسېدلې ده. کابل ته هم الوتنه نشته.
ماریا اختري وایي: «افغانستان ته الوتنې شونې دي. دغه الوتنې د دوبۍ او استانبول له لارې ترسره کېږي.» خو نوموړې زیاتوي چې په تېر یو کال کې هېڅ کوم افغان کډوال بېرته افغانستان ته نه دی استول شوی. په وینا یې: که څه هم ځینې کسان د جرمونو د ارتکاب په تور محکوم شوي دي، خو «د بشردوستانه دلایلو له کبله او د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره دوی باید افغانستان ته بېرته وا نه ستول شي.»
بل پلو د سیماد سازمان غړی او وکیل پل شیرون وایي چې د قنسولي اجازه لیک د ترلاسه کولو لپاره د اورن قومندانۍ هڅې ښيي چې دوی د سید د اداري توقیف د مودې د تمدیدولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.
افغانان لا هم اداري توقیف ځایونو ته استول کېږي
د ۲۰۲۱ د اکټوبر په میاشت کې لا پولپ رسنۍ راپور ورکړ چې د مانش قومنداني مني چې له افغان چارواکو څخه یې د قنسولي اجازه لیک د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده. خو دا نه ده معلومه چې ایا دغه اجازه لیک یې ترلاسه کړی که نه.
سیماد سازمان وایي چې د کابل له سقوط راهیسې افغانان لا هم اداري توقیف ځای ته استول کېږي او د فرانسې د خاورې د پرېښودو سندونه ترلاسه کوي.
بیا ولولئ: فرانسه: د طالبانو له راتګ سربېره رد شوي افغان کډوال لا هم اداري توقیف ځایونو ته استول کېږي
د سیماد په حواله، د ۲۰۲۱ په اکټوبر میاشت کې درې افغانان افغانستان ته د اخراج په موخه اداري توقیف ځایونو استول شوي وو. د ۲۰۲۲ له جنورۍ تر اګست پورې بیا څلور نور افغانان چې په اداري توقیف ځای کې ساتل کېدل افغانستان ته د استول کېدو له ګواښ سره مخ وو.
احسان یو له دغو کډوالو و چې کډوال نیوز یې په اړه راپور وکړی و. نوموړی چې ویل یې کم سنه دی او د پناه غوښتنې دوسیه یې تر اروزنې لاندې وه، د منیل املو اداري توقیف ځای ته استول شوی و.
پاریس کې د بهرنیانو د حقونو مدافع وکیل نیکولا دو ساپالیکس کډوال نیوز ته وایي چې «داسې معلومېږي چې څوک نه مني چې افغانستان ته د افغانانو استول ناممکن دي.»
- مستعار نوم