د یونان ساحلي ځواکونو پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو پېښو کې لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي او تر ۴۰ ډېر کډوال لادرکه دي. زیاته شوې ده چې د لادرکه شویو کسانو د لټون هڅې ادامه لري.
د یونان ساحلي ځواکونو د دغه هېواد پلازمېنې اتن ته نږدې د اېویا ټاپو په اوبو کې ۹ نور مړي موندلي دي. د ساحلي ځواکونو یو ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې پولیسو لږ مخکې یاد سمندري زون کې ۱۳ جسدونه موندلي وو. دغه کښتۍ چې د عیني شاهدانو په وینا ۶۸ کډوال پکې سپاره ول، سه شنبه سهار وختي د تېزو بادونو له کبله اژه سمندر کې ډوبه شوې وه.
سمندري ځواکونو له پېښې لږ وروسته د کافیریاس په تنګه کې د یو کډوال مړی موندلی و. ویل کېږي چې ۳۶ تنه نور لا هم لادرکه دي.
چارواکو ویلي دي چې ۱۲ نارینه کډوال یې له ډوبېدو څخه ژغورلي او اېویا ټاپو ته یې انتقال کړي دي: ۱۱ کډوال چې په ډله کې یې ۶ مصریان، دوه افغانان او دوه ایرانیان دي د تېرې سه شنبې په ورځ ژغورل شوي وو، ۱۲م کس د چهارشنبې په ورځ وژغورل شو.
بیا ولولئ: د یونان اوبو کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه: ۹ تنه ژغورل شوي، لسګونه نور لادرکه دي
یوه بله پېښه کې ۱ تن مړ شوی او ۷ تنه نور لادرکه دي
د ساحلي ځواکونو په حواله، د یونان د ساموس ټاپو په اوبو کې د یوې بلې کښتۍ د ډوبېدو له کبله یو تن کډوال مړ شوی او ۷ تنه نور لادرکه دي. دغه کښتۍ د دوشنبې په شپه ډوبه شوې وه.
یوناني چارواکو ویلي دي چې د ترکیې یوې کښتۍ غوښتل چې د سه شنبې په ورځ د مړ شوي کډوال د جسد د لټون عملیاتو پر وړاندې خنډ جوړ کړي. د چارواکو په وینا، دغه کښتۍ په ناقانونه توګه د یونان اوبو ته ننوتلې وه او هلته یې مانورونه ترسره کړي وو. فرانتکس سازمان د دې صحنې ویډیو اخیستې ده او د پېښې په اړه یې د پلټنو د پیل خبر ورکړی دی.
له تېرو څو وختونو راهیسې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی دی چې د ترکیې له سواحلو څخه د اژې سمندر له لارې یونان ته د تګ هڅه کوي. خو د سمندر له لارې ناقانونه سفرونه له خطرونه ډک وي.
د تېرې اکټوبر میاشتې په جریان کې لږترلږه ۳۰ کسانو اژه سمندر کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ. د کډوالو لېږدونکې یوه کښتۍ چې ۹۵ کسان پکې سپاره ول د اکټوبر په ۵مه یوناني اوبو کې ډوبه شوې وه چې په پایله کې یې ۱۲ کسان ووژل شول. همدارنګه د اکټوبر په ۶مه د لېسبوس ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالود یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ۱۷ مېرمنو په ګډون ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.