د پولنډ دفاع وزیر پرون چهارشنبه وویل چې هېواد یې په پام کې لري چې «په عاجله توګه» له روسیې سره پر پوله په کالینېنګراد سیمه کې د دېوال د جوړولو کار پیل کړي.
د پولنډ حکومت غواړي چې له کالینېنګراد سره د پولې په اوږدو کې ازغن تار ولګوي. دا خبره د پولنډ دفاع وزیر ماریوش بلاشاک پرون چهارشنبه د نومبر ۲مه وکړه. نوموړي وویل چې د سرحدي دېوال د جوړولو موخه «پر پوله د امنیتي تدابیرو ټینګول» دي. پولنډ وېره لري چې روسیه به پر اروپایي ټولنې د فشار اچولو لپاره دغه هېواد ته د کډوالو د تګ زمینه برابره کړي.
دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې د روسیې چارواکو د سپتمبر میاشتې په ۳۰مه وویل چې غواړي کالینېنګراد هوایي ډګر ته هوایي ترافیک «ازاد» کړي. ښاغلي بلاشاک یوې خبري غونډې ته وویل: «دمګړۍ د منځني ختیځ او افریقا څخه کالینېنګراد هوایي ډګر ته الوتنې کېږي. موږ غواړو چې پوله خوندي وي.»

که څه هم تر اوسه له منځني ختیځ او افریقا څخه کالینېنګراد ته د الوتنو په هکله کوم ثبوت موجود نه دی، خو د کالینېنګراد د هوایي ډګر «ازاد کېدو» به هوایي شرکتونو ته اجازه ورکړي چې له نورو هېوادونو څخه دغه سیمې ته الوتنې وکړي. د بالکان انسایټ ورځپاڼه وایي چې د بېلاروس هوایي شرکت بېلاویا کولی شي چې له کوم خنډ پرته له منځني ختیځ او افریقا څخه مسافر کالینېنګراد ته انتقال کړي.
د روان کال د جولای په میاشت کې د پولنډ او بېلاروس ترمنځ د دېوال د جوړولو کار پای ته ورسېد. همدارنګه د اګست د میاشتې په پای کې لیتوانیا له بېلاروس سره پر پوله د دېوال د جوړولو کار پای ته ورساوه. بل لور ته فنلنډ د جون میاشتې په ۶مه اعلان وکړ چې غواړي له روسیې سره پر پوله دېوال جوړ کړي.
بیا ولولئ: فنلنډ غواړي چې د کډوالو د احتمالي راتګ له وېرې له روسیې سره پر پوله خنډونه جوړ کړي
دا په داسې حال کې ده چې ځینې کارپوهان د دغو دېوالونو پر جوړولو نیوکې کوي. اینالکو کې پروفېسور او د سرحدي امنیت کارپوه امین سیمونو د جون په میاشت کې کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې فنلنډ خپل ذهن کې یو «خیالي مهاجرت» لري.
هغه زیاته کړې وه چې فنلنډ په تېرو څو کلونو کې بېلاروس او یونان کې رامنځ ته شویو مهاجرتي کړکېچونو ته ګوري او داسې ګومان کوي چې له ورته ګواښونو سره مخ دی. د نوموړي په وینا: «فنلنډ د ټولو دغو بېلګو په اړه فکر کوي. لوکاشېنکو له ایران او ترکیې څخه [د ویزو د ورکولو پروسه اسانه کړه] او پروازونو ته یې اجازه ورکړې وه. له ۳ زره تر ۵ زره کسان مېنسک ته انتقال شوي ول ترڅو له پولې پولنډ ته واوړي. اوس فنلنډ وېره لري چې مسکو د بېلاروس په څېر یاد هېواد ته د کډوالو د ورتګ زمینه برابره کړي.»