پرایوسي انټرنشنل وایي چې لاس بندونه د کډوالو د نه ادغامېدو سبب ګرځېدلی شي. انځور: هنري نېکولز، رویترز
پرایوسي انټرنشنل وایي چې لاس بندونه د کډوالو د نه ادغامېدو سبب ګرځېدلی شي. انځور: هنري نېکولز، رویترز

په یوه راپور کې چې د اکټوبر په ۳۱مه خپور شوی دی، درې سازمانونه وایي چې الکترونکي لاس بندونو پناه غوښتونکي له رواني ستونزو او فشارونو سره مخ کړي دي. د برېتانیا حکومت تېره جون میاشت ځینې کډوال د جي پي اس لرونکو لاس بندونو اغوستلو ته اړ کړل. دغه کډوال ویلي دي چې لاس بندونه د دوی د «منزي کېدو» سبب شوي دي.

برېتانیا کې درې سازمانونو - بید (BID)، مدیکل جستېس (Medical Justice) او د عامه حقوقو پروجکت (Public Law Project) - د اکټوبر په ۳۱مه پر کډوالو د الکترونیکي لاس بندونو د اغېزو په هکله یو راپور خپور کړ. دغه راپور د کډوالو د سترګو لیدلي حالونو او کلینکي ازمایښتونو پر بنسټ چمتو شوی دی. په راپور کې د کډوالو له قوله راغلي دي چې الکترونیکي لاس بندونه «د شکنجې، انساني کرامت ته د سپکاوي، تجرید او انزوا» بېلګه ده.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت تېره جون میاشت ځینې پناه غوښتونکي د جي پي اس لرونکو لاس بندونو اغوستلو ته اړ کړل ترڅو یې موقعیت معلوم وي. هغه وخت یاد وزارت ویلي وو چې دغه لاس بندونه چې په جي پي اس مجهز دي کولی شي چې «له مهاجرو سره د چارواکو اړیکې نږدې او ټینګې وساتي». زیاته شوې وه چې دوی ځکه دا اقدام کړی چې «د پناه غوښتونکو دوسیو د موثرې اروزنې په هکله معلومات ولري». بل هدف یې د کډوالو پر تګ راتګ کنترول بلل شوی و.

بیا ولولئ: لندن غواړي‌ چې کډوال الکترونیکي لاس بندونه واغوندي

«داسې فکر کوم چې انسان نه یم»

په راپور کې راغلي دي چې ځینې کډوال د دغو لاس بندونو له امله ځان منزوي احساسوي او نور نه غواړي چې په عامه فعالیتونو کې ګډون وکړي.

مدیکل جستېس سازمان د یو تن کډوال له خولې ویلي: «له ملګرو سره د چکر وهلو لپاره له کوره نه شم راوتلی ځکه چې لاس بند تل له ما سره دی. هره شېبه د دې امکان شته چې لاس بند مې ولیدل شي...»

ځینو نورو بیا خپل سپورټي فعالیتونه درولي دي. یو بل کډوال وایي: «تل اوږد پتلون اغوندم... لامبو مې خوښه ده، خو د [لاس بند له کبله] د لامبو حوض یا سمندر ته نه ځم.»

بیا ولولئ: برېتانیا غواړي چې مجرم او متکلف کډوال ځیرک ساعتونه په لاس کړي

سازمانونو په دغه راپور کې د لاس بندونو د تخنیکي مشکلاتو په هکله هم توضیحات ورکړي دي. د بېلګې په توګه، کډوال اړ دي چې خپل لاس بندونه په منظمه توګه چارج کړي ځکه هغه چارجرونه چې د دولت له خوا کډوالو ته ورکړل شوي‌ دي کار نه ورکوي.

بله ستونزه دا چې لاس بندونه د چارج په خلاصېدو سره الارم ورکوي. یو کډوال وایي چې «کله مې چې لاس بند الارم ورکوي، داسې فکر کوم چې انسان نه یم. یو موټر یم چې تېل یې خلاص کړي...»

لاس بندونه او د کډوالو پر ورځني ژوند یې اغېز

د راپور له مخې، لاس بندونو د کډوالو پر ورځني ژوند او فعالیتونو لکه سپورټ، خوب کول، کار کول، اړیکه ټینګول او یا د ماشومانو پر ساتلو هم منفي اغېز کړی.

ځینې پلرونه او یا مېندې وایي چې د لاس بندونو له امله یې له ماشومانو سره اړیکې خرابې شوې دي او دوی نه شي کولی چې خپلو ماشومانو ته ووایي‌ چې ولې یې اغوستي‌ دي.

د بېد سازمان مشره اني ویسواناتان وایي چې جي پي اس لرونکي لاس بندونه په کورونو، کورنیو او ټولنه کې د «سرحدونو» د جوړېدو سبب شوي دي.

همدارنګه لاس بندونه د کاري فرصتونو له لاسه ورکولو او ټولنه کې د نه ادغامېدو سبب ګرځېدلي دي. یو بل کډوال وایي: «څو اونۍ مخکې مې هڅه وکړه چې په یوه سازمان کې د رضاکار په توګه کار وکړم. د سازمان مسول مې لاس بند ولید او ویې ویل: دا څه شی دی؟»

پخوانۍ تروماګانې

سازمانونه وایي چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت داسې کسانو ته هم لاس بندونه ورکړي دي چې له روحي ستونزو سره مخ دي. خو دغه لاس بندونه کولی شي چې پخواني غمونه تازه کړي.

ځینې کډوالو ویلي دي چې د شپې مهال د لاس بندونو د لرزېدو له امله ویده شوي دي. د سازمانونو په وینا، دغه وضعیت د «وېرې او اضطراب» سبب ګرځېدلی شي.

راپور کې زیاته شوې ده کډوال د لاس بندونو له امله په ډله ایزو فعالیتونو کې هم ګډون نه کوي چې د روحي ناروغیو د درملنې لپاره ښه بلل کېږي.

همداراز یو شمېر کډوال د لاس بندونو له کبله له فزیکي مشکلاتو سره هم مخ شوي دي. سازمانونه وایي چې د ځینو کډوالو پر لاسونو ټپونه لیدل شوي دي.

«نه غواړم چې خپل کور کې دننه د یو زنداني په شان ژوند وکړم»

د برېتانیا حکومت د یوه ازمایښتي پروژې په چوکاټ کې هغه کډوال چې د اخراج له ګواښ سره مخ دي او یا د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي، د الکترونیکي‌ لاس بندونو اغوستلو ته اړ کړي دي.

چارواکي کولی شي چې د دغو لاس بندونو په وسیله د کډوالو پر تګ راتګ کنترول ولري او د تښتېدو مخه یې ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د ۲۰۲۲ په لومړیو شپږو میاشتو کې له توقیف څخه د خوشي شویو کډوالو له ډلې یوازې ۱،۳ سلنه یې تښتېدلي دي. پرایوسي انټرنشنل سازمان تېر اوړي د حکومت دغه اقدام غیرمتناسب بللی و ځکه چې «په ۲۰۲۰ کې له توقیف ځایونو څخه د خوشي شویو کسانو له ډلې یوازې ۱ سلنه یې د تېښتې هڅه کړې وه.»

د عامه حقونو پروجکت سازمان څېړونکی جو اېنز وایي چې دوی له کورنیو چارو وزارت څخه غواړي چې د لاس بندونو پروژه پای ته ورسوي.

 

نورې ليکنې