انګلیس کانال کې د کډوالو یوه ډله. انځور: رویترز، ګونزالو فوینتس
انګلیس کانال کې د کډوالو یوه ډله. انځور: رویترز، ګونزالو فوینتس

د فرانسې د بولونی سور مېر محکمې د تېرې جمعې په شپه د یوې قاچاقي دلې پنځه غړي په بند محکوم کړل. دغو کسانو کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته انتقالول.

د بولونی سور مېر محکمې د تېرې جمعې په شپه یو عراقی او څلور فرانسويان چې په ډله کې یې دوه ښځې هم دي په ۱۸ میاشتو تعلیقي بند او دوه کاله تنفیذي حبس محکوم کړل.

چارواکو د سپتمبر میاشتې په ۱۹ او ۲۰ نېټو کې د یو لړ عملیاتو پر مهال دغه پنځه کسان چې ۲۰ تر ۲۹ کاله عمرونه لري د فرانسې په لیل ښار کې نیولي وو.

د ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې ادارې په وینا، پولیسو د یادو عملیاتو په پایلو کې ۱۳ کښتۍ چې په یو وخت کې یې د ۵۰ کسانو د انتقال ظرفیت درلود، ۱۴ موټورونه، ۷۰۰ د ژغورنې واسکټونه، سلګونه پمپونه او ۷۰۰ لیتر تېل هم ترلاسه کړي وو.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: فرانسوي چارواکو د قاچاقبرو یوه ۶ کسیزه ډله نیولې ده

د بولونی سور مېر څارنوال په حواله، یادې ډلې لږترلږه ۲۶۰۰ کډوال د فرانسې له شمالي سواحلو څخه برېتانیا ته انتقال کړي دي. د ډلې دوو غړو محکمې ته ویلي دي چې دوی د یوسف په نامه د ډلې د مشر امرونه اجرا کول چې تر اوسه نه دی نیول شوی.

له هغه وروسته چې د هالنډ استخباراتو له جرمني څخه دغه هېواد ته د کښتیو د انتقال په هکله فرانسوي چارواکو ته اطلاع ورکړه، د فرانسې امنیتي ځواکونو د یادې ډلې په هکله تحقیقات پیل کړل.

د ډلې یوه غړي محکمې ته منلې ده چې نوموړي کښتۍ له جرمني څخه د فرانسې لیل ښار او ورپسې سرحدي سیمو ته انتقالولې.

بل پلو عراقی کډوال احمد چې په ۱۸ میاشتو بند محکوم شوی محکمې ته ویلي دي چې تېره می میاشت د کار لپاره فرانسې ته راغلی. هغه چې د یوسف تراره دی ویلي: «تره مې رانه غوښتنه وکړه چې دغه وسایل موټرو ته پورته کړم. نه پوهېدم چې دا غیرقانوني عمل دی.»

ټاکل شوې ده چې یوه بله ښځه له رواني معاینې وروسته د فبرورۍ په ۲۴مه محکمې ته حاضره شي.

بیا ولولئ: د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو تګ: تر درې سوه ډېر کسان برېتانیا ته رسېدلي، شاوخوا سل تنه ژغورل شوي

په تېرو څو وختونو کې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. د رسمي شمېرو پر اساس، په روانه اکټوبر میاشت کې څه باندې ۵ زره کسان له انګلیس کانال څخه په تېرېدو بریالي‌ شوي دي. په جولای کې ۳۶۰۰ خو په سپتمبر کې بیا ۵۰۰۰ تنه کډوال برېتانیا ته اوښتي وو.

د چارواکو په حواله،‌ سږ کال تر دې دمه شاوخوا ۳۸ زره کډوال توانېدلي چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوړي چې دا شمېرې د تېر پوره کال د شمېرو په پرتله زیاتوالی ښيي. تر دې دمخه د برېتانیا د پارلمان په یوه راپور کې راغلي‌ وو چې ښایي د کال تر پایه پورې دغه هېواد ته د اوښتونکو کډوالو شمېر ۶۰ زرو تنو ته لوړ شي.

 

نورې ليکنې