اژه سمندر کې د ژغورنې واسکټ. انځور: پېکچر الاینز
اژه سمندر کې د ژغورنې واسکټ. انځور: پېکچر الاینز

یوناني چارواکي وایي چې د اژې سمندر په لوېدیځ زون کې یې د ۳ نورو کډوالو مړي موندلي دي. تېره اونۍ د کډوالو یوه کښتۍ په اژه سمندر کې ډوبه شوه چې له امله یې ۲۶ تنه ووژل شول او شاوخوا ۳۰ تنه نور لادرکه دي.

د یونان چارواکو د شنبې په ورځ اژه سمندر کې د درېو نورو مړو د موندلو خبر ورکړ. له دې سره د ترکیې او یونان ترمنځ اوبو کې کې د کډوالو د یوې کښتۍ د دوبېدو پېښې له کبله د مړو شمېر ۲۶ ته رسېږي چې په ډله کې یې ماشومان هم دي.

دغه کښتۍ چې د عیني شاهدانو په وینا ۶۸ کډوال پکې سپاره ول، سه شنبه سهار وختي د تېزو بادونو له کبله اژه سمندر کې ډوبه شوې وه.

د یونان ساحلي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې ۱۲ کسان یې له ډوبېدو څخه ژغورلي دي: ۱۱ کډوال چې په ډله کې یې ۶ مصریان، دوه افغانان او دوه ایرانیان دي د تېرې سه شنبې په ورځ ژغورل شوي وو، ۱۲م کس د چهارشنبې په ورځ وژغورل شو. ویل کېږي چې ۳۱ تنه نور تر اوسه د یونان د اېویا ټاپو په اوبو کې لادرکه دي.

چارواکو د ژغورل شویو کډوالو له ډلې څخه ۲ کسان د کښتۍ د چلولو په تور نیولي دي. له پېښې ژوندي پاتو کسانو ویلي دي چې دوی د ترکیې د ازمیر ولایت له یو ساحل څخه خپل سفر پیل کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د یونان د ساموس ټاپو په اوبو کې د یوې بلې کښتۍ د ډوبېدو له کبله یو تن کډوال مړ شوی او ۷ تنه نور لادرکه دي. دغه کښتۍ د دوشنبې په شپه ډوبه شوې وه.

له تېرو څو وختونو راهیسې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی دی چې د ترکیې له سواحلو څخه د اژې سمندر له لارې یونان ته د تګ هڅه کوي. خو د سمندر له لارې ناقانونه سفرونه له خطرونه ډک وي.

د روان کال د اکټوبر میاشتې په لړ کې لږترلږه ۳۰ کسانو اژه سمندر کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ. د کډوالو لېږدونکې یوه کښتۍ چې ۹۵ کسان پکې سپاره ول د اکټوبر په ۵مه یوناني اوبو کې ډوبه شوې وه چې په پایله کې یې ۱۲ کسان ووژل شول. همدارنګه د اکټوبر په ۶مه د لېسبوس ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالود یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ۱۷ مېرمنو په ګډون ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

نورې ليکنې