د رسنیو د راپورونو له مخې فرانتکس، یوروپول او اسپانیا د اکټوبر د میاشتې په پای کې د بالکان پر لار او په سوېل ختیځه اروپا کې تر ۳۸۰ ډېر کسان نیولي دي چې ۱۵۹ تنو یې د کډوالو په قاچاق کې لاس درلود.
د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس، یوروپول او اسپانیا د اکټوبر د میاشتې په پای کې د بالکان په هېوادونو کې ۳۸۲ کسان نیولي دي. د شېنګن ویزا انفو د یو خبر له مخې، ویل کېږي چې ډېری دغه کسان د وسلو او د کډوالو په قاچاق او د جعلي سندونو جوړولو کې ښکېل دي.
په دغو عملیاتو کې چې د اکټوبر له ۲۶ تر ۲۹مې نېټې پورې یې دوام وکړ او د بالکان په هېوادونو او سوېل ختیځه اروپا کې ترسره شول نږدې ۱۶۰۰ سرتېرو ګډون درلود. یوروپول ویلي دي چې یادو عملیاتو ورته اجازه ورکړې ده چې د ۱۳۰ نویو مواردو په هکله پلټنې پیل کړي.
زیاته شوې ده چې ۱۵۹ تنه د کدوالو، ۱۱۲ تنه د مخدره توکو، ۳۸ تنه د وسلو او ۲ تنه د انسانانو د قاچاق او پاتې کسان د نورو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
چارواکو د یادو عملیاتو په لړ کې ۹۹۸ ځایونه او ۳۲۶۶۵ موټرونه څېړلي دي.
له دې وړاندې یوروپول د استونیا، جرمني، لیتوانیا، پولنډ او برېتانیا سره په همغږۍ د قاچاقبرو یوه ډله له منځه وړې وه چې له بېلاروس څخه یې اروپایي ټولنې ته د کډوالو تګ ته زمینه برابروله. هغه وخت یوروپول ویلي وو چې یو تن یې په برېتانیا او لس تنه نور یې په پولنډ کې نیولي دي.
له تېرې څه مودې راهیسې د بالکان پر مسیر د مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی د دې سبب شوی دی چې د بالکان ځینې هېوادونو لکه بلغاریا، چک جمهوریت او سلواکیا پر خپلو پولو امنیتي تدابیر زیات کړي.
د اروپا پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس د شمېرو له مخې، یوازې په تېره اګست میاشت کې ۱۵۹۰۰ کډوالو هڅه کړې چې د بالکان هېوادونو له لارې اروپا ته ځان ورسوي. یاده اداره وایي چې دغه شمېرې د تېر کال په پرتله ۱۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
همدارنګه د هنګري چارواکو د اکټوبر ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۲۵۰ زره غیرقانوني کډوال نیولي دي. په یاده خبرپاڼه کې راغلي وو چې چارواکو دغه راز د ۱۵۰۰ قاچاق وړونکو پر وړاندې جرمي قضیې پرانیستې دي.