د کډوالو یوه ډله په رومانیا کې. ارشیف انځور: رویترز
د کډوالو یوه ډله په رومانیا کې. ارشیف انځور: رویترز

د رومانیا د اراد سیمې پولیس وایي چې له هنګري سره پر پوله په په دوو لاریو کې ۴۶ کډوال موندل شوي دي. دغه کډوال د سوریې، نیپال، سري لانکا او بنګلادېش اتباع دي او غوښتل یې چې هنګري ته واوړي.

د رومانیا د اراد سیمې پوله ساتونکو پرون دوشنبه وویل چې د نادلاک ۲ سرحدي پوستو کې یې د یوې لارۍ په ټېلر کې ۳۸ کډوال موندلي دي. د دغه موټر چلوونکی د ترکیې اصلي اوسېدونکی دی او ویل کېږي چې غوښتل یې اوسپنیزې میلې له ترکیې څخه پولنډ ته انتقال کړي.

پولیسو ویلي دي چې نیول شوي کډوال د سوریې اتباع دي او هڅه یې درلوده چې اروپایي ټولنې ته ځان ورسوي.

په ورته مهال د رومانیا امنیتي ځواکونو د وارساند سرحدي پوسته کې په یوه بله لارۍ ۸ کډوال موندلي دي. دغه کډوال چې ۲۲ تر ۴۱ کاله عمرونه لري د سريلانکا، بنګله دېش او نیپال اتباع دي.

د اروپایي ټولنې د پولیسو اژانس یا یوروپول تېره اګست میاشت ویلي وو چې د رومانیا امنیتي او پوله ساتونکي ځواکونو هغه قاچاقي ډله له منځه وړې ده چې د بالکان پر مسیر د سلګونو مهاجرو قاچاق کې ښکیله وه. دغه ډله چې د ۲۰۲۰ له اکټوبر میاشتې راهیسې پر انساني قاچاق بوخته وه له مصریانو، عراقیانو، سوریایانو او رومانیایانو څخه جوړه شوې وه.‌ 

بیا ولولئ: رومانیا: د انساني قاچاق یوه ۱۸ کسیزه ډله نیول شوې

د یوروپول په وینا، یادې ډلې په بالکان هیوادونو کې پټځایونه درلودل او د اردن، ایران،‌ عراق او سوریې اتباع به یې قاچاقول.‌ همداراز دغې ډلې له بلغاریا او صربیا څخه مهاجر رومانیا ته انتقالول او بوخاست او یا د رومانیا په لوېدیزو سیمو کې به یې ورته لنډمهاله سرپناه برابروله.‌ مهاجر بیا له رومانیا څخه هنګري او ورپسې جرمني ته انتقال کېدل.‌

زیاته شوې وه چې هر یوه مهاجر دغو قاچاقبرو ته له ۴۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ پورې یورو ورکولې.‌ دوی چې په ډله کې یې ماشومان لرونکې کورنۍ هم وې په نامناسبو ځایونو کې ساتل کېدل او ډېری وختونه یې تشنابونو او د څښاک پاکو اوبو ته یې هم لاسرسی نه درلود.‌ 

ډېری کډوال هڅه کوي چې لوېدیځې اروپا ته د رسېدو په موخه له رومانیا او یا صربیا څخه ځانونه هنګري ته ورسوي. د هنګري چارواکو د جون میاشتې په وروستیو ورځو کې ویلي وو چې په روان کال کې دغه هېواد ته د ۱۵۰ زره مهاجرو د ننوتو مخه نیولې ده.

 

نورې ليکنې