په پاکستان کې د طالبانو سفارت خبر ورکوي چې د دغه هېواد پولیسو په تېرو څلوېښتو ورځو کې تر زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي. ویل کېږي چې د نیول شویو په ډله کې داسې کسان هم دي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
د طلوع نیوز د یو خبر له مخې، په پاکستان کې د طالبانو سفارت وایي چې پاکستاني پولیسو له تېرو څلوېښتو ورځو راهیسې تر ۱۲۵۰ زیات افغان کډوال نیولي دي. د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکیب ویلي دي چې ځینو داسې کسانو هم ورته شکایتونه کړي دي چې مهاجر کارتونه لري او له ډېرې مودې راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.
بل لور ته د بي بي سي پښتو څانګه د پاکستانۍ مدافع وکیلې منیره کاکړ له قوله وایي چې د سند ایالت پولیسو څه باندې ۱۱۰۰ افغان کډوال نیولي دي. نوموړې ویلي دي چې۳۴۰ کډوال په جمشرو او ۷۰۰ تنه نور په کراچۍ کې نیول شوي دي. په وینا یې د بندیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم دي.
آغلې کاکړ زیاته کړې ده چې داسې ښکارېږي چې ډېری دغه افغانان د اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي، خو په ډله کې یې داسې کسان هم شته چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
دغه وکیله چې د ځینو نیول شویو له کورنیو سره په اړیکه کې ده بي بي سي ته وایي چې د سند پولیسو د ځینو بندیانو له خپلوانو د ۲۰۰ زره پاکستاني کلدارو غوښتنه کړې ده.
بل پلو طلوع نیوز کراچۍ کې د طالبانو د قنسولګرۍ له قوله وایي چې یو افغان کډوال د پاکستان په یو زندان کې مړ شوی دی خو جسد یې تر اوسه افغانستان ته نه دی لېږدول شوی دی. کراچۍ کې د طالبانو د قنسول عبدالجبار له خولې ویل شوي دي چې د مړ شوي کډوال زوی چې دین محمد نومېږي اوس په زندان کې دی او د چارواکو د هڅو سربېره تر اوسه نه دی خوشی شوی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون سه شنبه ځینو رسنیو پاکستان کې د طالب چارواکو له قوله وویل چې کراچۍ کې د افغانستان قنسولګرۍ په هڅو ۳۰ کسان له بنده خوشي شوي دي.
تر دې دمخه د پاکستان په سند او کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیول کېدو په هکله راپورونه خپاره شوي وو. خو فعالان وایي چې تېرو څو وختونو کې د نیول شویو افغانانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
بیا ولولئ: پاکستان: پولیسو ۲۶ سند نه لرونکي افغانان نیولي، سلګونه نور بندیان دي
په ورته مهال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون سه شنبه له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت چلن وغانده او له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو مدافع بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو له حقونو دفاع وکړي.
نوموړي دغه راز د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو پر اساس چلن وکړي.
د ۲۰۲۲ د اګست په ۱۵مه افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنۍ سلهاوو زره افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړل. ډېریو دغو افغانانو د افغانستان ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته پناه وړې ده.