بلغاریایي چارواکي وایي چې د تېرې دوشنبې په ورځ له ترکیې سره پر پوله یو بلغاریایی پوله ساتونکی په ډزو وژل شوی دی. چارواکو د دې سرتېري د وژنې پړه پر قاچاق وړونکو اچولې ده. دا په داسې حال کې ده چې د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې تر ۱۲ زره غیرقانوني کډوال نیولي دي.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هېواد یو پوله ساتونکی د تېرې دوشنبې په ورځ له ترکیې سره پر پوله د ګزمې پر مهال د انساني قاچاق وړونکو په ډزو وژل شوی دی. دغه وزارت زیاتوي چې پېتار بچاروف هغه مهال ووژل شو چې د خپل یو همکار سره یو ځای ګولیام دېروېنت کلي ته نږدې سرحدي دېوال کې یوه سوړه وموندله.
زیاته شوې ده چې پر دواړو ګزمه کوونکو د ترکیې له خاورې څخه لس تر پنځه لس ځله ډزې شوې دي. دغه پېښه کې د پېتار بچاروف همکار ته زیان نه دی رسېدلی.
د بلغاریا چارواکو د پېښې پړه پر قاچاق وړونکو اچولې ده. همدارنګه څارنوالانو د بلغاریا دولتي ټلویزون ته ویلي دي چې ترکي چارواکو د پېښې په تړاو یو شکمن کس او د هغه همکار نیولي دي. داسې ویل کېږي چې نیول شوي کسان د ترکیې اتباع نه دي.
د یادولو ده چې تېره اګست میاشت دوه بلغاریایي سرتېري هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې یو بس ودروي چې کډوال یې انتقالول. دا پېښه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې یوه بس چلوونکي د بورګس ښار د پولیسو په دوو پستو کې د خپل موټر له درولو ډډه وکړه. موټر چلوونکی ورپسې د تراپزیتسا په څلور لاره کې بایسکېلو ته ځانګړي شوي مسیر ته داخل شو چې له امله یې د پولیسو یو موټر، د بس تمځي او له یو ښاري تشناب سره ټکر وکړ.
بلغاریا په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پر پوله ازغن تار ولګاوه چې ۲۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري. خو ډېری وختونه بلغاریايي پوله ساتونکي په دغو سرحدي خنډونو کې سوړې مومي. د بلغاریا د دفاع وزیر دمیتار ستویانوف رسنیو ته ویلي دي چې له ترکیی سره پر پوله د ازغن تارونو پر ځای باید دېوالونه جوړ شي.
بیا ولولئ: د کډوالو د څپو مخنیوی: بلغاریا څو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی
تر ۱۲۰۰۰ ډېر غیرقانوني کډوال نیول شوي
په تېرو څو وختونو کې د بلغاریا په ګډون بالکان هېوادونو کې د کډوالو شمېر تر پخوا زیات شوی دی. ډېری دغه کډوال هڅه کوي چې له ترکیې څخه ځانونه بلغاریا ته ورسوي.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې د دغه هېواد چارواکو د روان کال د جنورۍ تر سپتمبر پورې ۱۲۷۴۰ غیرقانوني کډوال نیولي دي.
د بلغاریا سرحدي پولیسو په وینا، د نیول شویو ۱۲ زرو کډوالو له ډلې ۱۸۵۵ تنه یې بلغاریا ته د ننوتو په حال کې، ۱۷۵۹ تنه د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته له هېواده د وتو په حال کې او ۹۱۲۶ تنه نور بلغاریا کې دننه نیول شوي دي چې دغه شمېرې د تېر کال همدې مودې پرتله ۲،۶ سلنه ډېروالی ښيي.
بیا ولولئ: بلغاریا: پلازمېنه صوفیا کې ۳۵ بې سنده کډوال نیول شوي دي
زیاته شوې ده چې امنیتي ځواکونو یوازې په سپتمبر میاشت کې ۲۸۲۲ غیرقانوني کډوال نیولي دي چې له دغې ډلې ۵۶۳ تنه یې بلغاریا ته د ننوتو په حال کې، ۳۸۱ تنه د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته له بلغاریا څخه د وتو په حال کې او پاتې ۱۸۷۸ تنه په بلغاریا کې دننه نیول شوي دي.
چارواکو ویلي دي چې دغه شمېرې د اګست میاشتې په پرتله ۲۳،۳ سلنه زیاتوالی ښيي.