د صربیا پوله ساتونکي. انځور:‌ پېکچر الاینز
د صربیا پوله ساتونکي. انځور:‌ پېکچر الاینز

د د رسنیو د راپورونو له مخې، د صربیا امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د قاچاقبرو هغه ډله نیولې ده چې په تېره یوه میاشت کې یې لږ تر لږه ۴۰۰ کډوال له دغه هېواد څخه بلغاریا ته انتقال کړي دي.

د بلغاریا خبري اژانس نوینیت د خبر له مخې، د صربیا امنیتي ځواکونو د قاچاقبرو یوه ۱۰ کسیزه ډله نیولې ده چې له دغه هېواد څخه کډوال بلغاریا ته انتقالول.

نیول شوي کسان ۱۸ تر ۳۸ کاله عمرونه لري او د صربیا د بکا پلانکا، روما او پسېنسي سیمو اوسېدونکي دي. د ډلې مشر چې د اس. ان په نوم پېژندل کېږي ۲۴ کاله عمر لري.

په خبر کې راغلي‌ دي چې دغو لسو کسانو د سپتمبر له نیمایي‌ تر اکتوبر میاشتې پورې تر ۴۰۰ ډېر کډوال له صربیا څخه بلغاریا ته انتقال کړي دي او له هر یو کس څخه یې تر ۴۰۰ یورو پورې پیسې اخیستې دي.

چارواکو له یادې ډلې څخه ۳۴۰۰ یورو، درې موټرونه او زیات شمېر موبایلونه هم ترلاسه کړي دي. همدارنګه د یو شکمن کسان له کور څخه درې تفنګچې هم ترلاسه شوې دي. 

ټاکل شوې ده چې دوی ټول د سازمان یافته جرایمو محکمې ته وسپارل شي.

د بالکان پر لار د کډوالو شمېر کې زیاتوالی

په تېرو څو وختونو کې د صربیا او بلغاریا په ګډون بالکان هېوادونو کې د کډوالو شمېر تر پخوا زیات شوی دی.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې د دغه هېواد چارواکو د روان کال د جنورۍ تر سپتمبر پورې ۱۲۷۴۰ غیرقانوني کډوال نیولي‌ دي. 

د بلغاریا سرحدي پولیسو په وینا، د نیول شویو ۱۲ زرو کډوالو له ډلې ۱۸۵۵ تنه یې بلغاریا ته د ننوتو په حال کې، ۱۷۵۹ تنه د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته له هېواده د وتو په حال کې او ۹۱۲۶ تنه نور بلغاریا کې دننه نیول شوي دي.

دغه شمېرې د تېر کال همدې مودې پرتله ۲،۶ سلنه ډېروالی ښيي.

بیا ولولئ: د کډوالو مخنیوی: له ترکیې سره پر پوله یو بلغاریایی پوله ساتونکی په ډزو وژل شوی

دمګړۍ ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د صربیا له لارې هنګري پولې ته ځان ورسوي او له هغو ځایونو بیا نورو اروپايي هیوادونو ته ولاړ شي، خو هنګري بیا هڅه کوي چې اروپایي‌ ټولنې ته د کډوالو د ننوتو مخه ونیسي.

 

نورې ليکنې