د فرانسې حکومت هغو ۲۳۴ کډوالو ته پناه ورکوي چې څو ورځې وړاندې د ایټالیا په خاوره کې د دوې کښتۍ ته اجازه ورنکړل شوه. د "اوشین ویکنګ" دغه بشر دوستانه کښتۍ چې ۱۸ ورځې په سمندر کې بند پاتې وه اوس د فرانسې لورې ته په حرکت کې ده چې څلور مسافر يي د روغتیايي درملنې لپاره د فرانسوي چارواکو په امر د درمنلې په موخه ایستل شوي.
په تیرو څو اونیو کې د څلورو بشردوستانه کښتیو څخه یوازې دریو يي چې له مدیتراني څخه يي سلګونه کډوال ژغورلي و توانیدلي چې په ایټالیا کې خپل مسافر ښکته کړي.ایټالوي چارواکو د بشر دوستانه کښتیو له مسولینو غوښتي چې پاتي کسان نورو هیوادونو ته و لیږدوي.
د SOS mediterranee نادولتي سازمان د ژغورنۍ څلورمه کښتۍ چې ۲۳۴ کډوال په کې سپاره ول د ایټالیا لخوا ورته د اجازې د نه ورکولو وروسته اړه شوه چې د سه شنبې په ورځ د فرانسې لورې ته حرکت وکړي چې ویل کیږي دغه کښتۍ دا مهال د فرانسې اوبو ته رسیدلې.
که څه هم د فرانسې لخوا په سمندر کې بند پاتي دغو کډوالو د منلو په اړه په کره ډول څه نه دي ویل شوي خو فرانسوي چارواکو یوازې له دغې کښتۍ څخه د څلورو کسانو چې روغتیايي حالت يي ښه نه دی د منلو خبر ورکړی.
د فرانسوي پولیسو په یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه په دې اړه راغلي:« سمندري ځواکونه د لومړي وزیر په لارښوونه په سمندر کې د څلورو کډوالو لپاره چې اوسمهال په اوشین ویکنګ کښتۍ کې سپاره دي، د طبي ایستلو عملیات ترسره کوي.»
د « اس او اس مدیتراني» نا دولتي سازمن ویاند د فرانسې خبري آژانس ته د دغو کسانو د روغتیايي حالت په اړه ویلي:« دوې په بد روغتیايي وضعیت کې دي او بیړنۍ درمنلې ته اړتیا لري.»
له دې وړاندې د فرانسي دولت ویاند «اولیویه وران» د چهار شنبې به ورځ وویل:« تر اوسه څو ساعته وخت پاتې» چې دغه کښتۍ د فرانسې اوبو ته د ننه شي. نوموړی زیاته کړه:« هیڅ څوک به پری نه ښودل شي چې په دغه کښتۍ کې له خطر سره مخامخ شي.»
نور ولولئ:ایټالیا: دوه ورځو کې له زرو ډیر کډوال له مدیترانې سمندر څخه ژغورل شوي
دغه مسافر څو ورځې وړاندې په مرکزي مدیترانه کې د لیبیا او ایټالیا ترمنځ اوبو کې چې د نړۍ له خطرناکو سمندري لارو بلل کیږي د یوې بشر دوستانه کښتۍ لخوا و ژغورل شول.
په سمندر کې د بند پاتي دغو کډوالو پر سر د چهارشنبې په ورځ د ایټالیا او فرانسې ترمنځ ناندرۍ رامنځ ته شوې. پاریس د ایټالیا لخوا کډوالو ته د اجازې نه ورکول « د نه منلو وړ» یو ګام و باله. همدارنګه د اروپايي ټولنې کمیسیون په یوه اعلامیه کې په سمندر کې د بند پاتې کښتۍ په اړه اندیښنه څرګنده کړه او کښتۍ ته نږدې هیوادونو څخه يي و غوښتل چې په دې برخه کې د کډوالو محافظت وکړي.
د یادولو ده چې ایټالیا ته سږ کال د کډوالو په ورتګ کې د پام وړ ډیروالی راغلی چې روان کال کې نږدې ۸۸۷۰۰ کسان دغه هیواد ته رسیدلي. تیر کال بیا دغه شمیر ۵۶۵۰۰ تنه و چې له دې ډلې ۱۵ سلنه يي د مرستندویه کښتیو له لورې رسول شوي.